پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د آرمان غونډۍ
ځوښ د
مينې مې
د زړه د
هر يوه
رګ په
جريان
راغى
په ټټر
چې
شرنګېدونكى
د پاوليو
كاروان
راغى
سرخي
كښيناسته
د هيلو د
غوټيو په
سرونو
چې يې
خوا ته
بيا د
وصل له
آسمانه
باران
راغى
غېږ په
غېږ شول
اميدونه
له ډيوو
سره خوښۍ
كې
په خندا
خندا د
سپين
سهار
سپېڅلى
جانان
راغى
له بدن
يې كړې
را تاو
نرمې
منګولې د
رڼاوو
د بېلتون
تورو
بلاوو ته
خطر د
فقدان
راغى
سره ګلان
د
پيوستون
يې په
وربل خښ
وو بې
شمېره
د موسكا
راز يې
رخسار ته
په هر ټا
كې مهمان
راغى
"احمدي"
يې تر
لاس و
نيو د
ښكلاوو
يوه بهير
ته
چې د لمر
څرك يې
راخور
بيا په
غونډۍ د
آرمان
راغى