د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

مازديګر

مازديګر

طلايي فرش يې خور كړى غوړېدلى لروبر دى
له چنار څخه را تاو دى ناست په څنډو د ګودر دى

د پامير په غېږ كې ښوري د سپين غر ټټر پرې ښكلى
د ګوربت په اوږو ناڅي غرق د مينې په غومبر دى

په بلبل يې جادو كړى  مست رباب ته دى د څانګو
له سندرو يې خور شوى يو څپانده خوږ شرر دى

خړه زركه بدل بولي د سندرو په محل كې
مچوي د نسيم  كرښې غوړولى يي وزر دى

برګ دسمال يې دى په غاړه كړي چكچكې په سرو شونډو
سره لالونه په ګډا دي د ملي اتڼ لمبر دى

د شمال څپه پرې راشي بار د عطرو ځنې واخلي
د فضا مخ يې وينځلى شين آسمان پرې بختور دى

دا كمال د لمر د وړانګو بيا راوړى پسرلي دى
احمدي ګوره په بڼ كې د ښكلاوو مازديګر دى

يكشنبه: ۱۰/۶/ ۱۳۸۱ هـ. ل .

د شاعر نور شعرونه ←