افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
شهیدې څانګې ته
څاڅکي څاڅکي وینې ستا د شرنګ په ماتیدو خپه
پریوتې په زړونو څنګ
په څنګ په ژړیدو خپه
زه دې دومره پیژنم چې ته وې د ښکلا څانګه
اوښکې په ګریوان د قلم رنګ په څڅیدو خپه
تور توپان چاپیر شو ستا د ژوند له پسرلي ځینې
څانګې او ګلونه رنګارنګ په کوچیدو خپه
لاړل
ښایستونه د رنګین بهار له زلفو نه
څوکې د شمشاد، غیږ د ګوربت په خواریدو خپه
ستا د ځوانۍ لښته یې بې وخته
ماته ماته کړه
ژاړي بلبلان د تور خزان په خوریدو خپه
لاړې جنتي شې په فردوس کې آرامه شې
څانګې باور
وکړه هر یو ګل دی په لیمو خپه
۱۹ / ۳ / ۱۳۸۶