د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

زخمي كابل

كه هرڅو ټپي ټپي يې ته زما د باغچې ګل يې
ته زما د هيلو ناوې ته مې فخر د وربل يې

ستا له لوړې پګړۍ جار شم ته مې وياړ يې د خيالونو
ته مې هار د هسكې غاړې ته مې ټيك، ته مې چارګل يې

زه به بيا ښكلا راوړمه ستا سپېره مخ به پرې وينځم
زما مينه ده لا ځوانه ته پرې ګران له هر يوه بل يې

د ځيګر په هره پاڼه مې ستا نوم بېل بېل ليكلى
چې ستا مينه پرې هواره ته د هغه زړګي مل يې

لېمو ځان ته رابللى محبت ستا په رښتيا دى
ته زما د ښايستونو په نړۍ كې ستر امل يې

چې زما د ځير كوچۍ يې په ليدلو پسې ستړې
ته د مستو، مستو وړانګو د لومړۍ كرښې اتل يې

ګلابي رخسار دې ښكل كړ " احمدي " په مينه مينه
ته مې حسن د ژوندون يې ته زما زخمي كابل يې

شنبه   ۹/۶/۱۳۸۱ هـ . ل.   نوى ښار - كابل

د شاعر نور شعرونه ←