پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
سباوون
سباوون
لمر چې غېږ كې نړۍ
ونيسي سهار شي
طلايي فرش پرې د
وړانګو راهوار شي
نوى يون شي د ګلزار
په پګړۍ پورې
د بلبلو د سندرو
شرنګهار شي
ښكلې وړانګې ځي د
پرخې تر څنګ كښيني
په عطري جامه كې غېږ
په غېږ دلدار شي
يو بدن او يوه نغمه
شي دواړه درومي
ګل يې لاس تر لاس
نيولى د بڼ هار شي
نوې هيلې د مستۍ
جامونه نوش كړي
ور روانې د ښكلا په
لاله زار شي
نوې ورځ، نوې دنيا،
نوى موسم شي
نوې سيمه، نوې ځمكه،
نوى ښار شي
د تورتم په سينه سپنې
وړانګې پورته
"احمدي" سباوون ستا د
مينې يار شي