پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه
49 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
زرلښت حفيظ ملکزۍ د ملک حفيظ الله لور د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ د قلاتک د کلې د ملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده په کوچنيوالى کې ېې خپل پلار د ﻻسه ورکړى او پينځه کلنۍ کې د ښيوې نه ننګرهار ته د خپلې کورنۍ سره راغلې ده او د ننګرهار د الاېې لېسې دولسم ټولګي نه فارغه شوېده.
عالي تحصيلات ېې د کابل د اجتماعي علومو په انستيتوت کې کړيدي دهغې نه ورسته ېې د موراو ماشوم په رشته کې د نساېي وﻻدي څانګه کې خپل تحصيلات بشپړکړي دې د پاکستان د پيښورښار د ناصرباغ د تاڼې څنګ سيدجمال الدين افغان په روغتون کې د قابلې په توګه ېې دنده تر سره کړې.
زرلښته د ٢٠٠٢ په جنورۍ کې کاناډا ته مهاجره شوې ده او هلته د يوې لنډې وقفې نه ورسته بيا هم خپل تحصيلاتوته دوام ورکړ دم ګړۍ د کاناډا د البرتا په ولايت په يو روغتون کې رسمي دنده لري خو سره له دې چې هغه کارکوي خپلو تحصيلاتوته د طب په برخه کې دوام ورکوي هغه اوس هم درس وايي د زرلښتې ماشوم توب په هميشه بهار وﻻيت ننګرهار کې تير شويدى هغې په ١٣ کلنۍ کې په شعرويلو پيل کړيدى زرلښته د طبيعت د ښکلاګانو سره زياته مينه لري د زرلښتې شعرونه او لنډې کيسې د هيواد دننه او بهرپه ورځپاڼو، مجلو او د نيټ په سايټونوکې نشريږي چې دا لړۍ دوام لري زرلښته وايي دژوند په هره شيبه ورته ډير ارزښت لري شاعرۍ او ليکوالۍ شره ډيره مينه لري هغه وايي کله چې ډيره ستومانه شي نو بيا قلم پورته کوي شعر او کيسې ليکي هغه د خپل هيواد سره ډيره مينه لري څلورچاپي اثار لري چې په ﻻندې توګه دي:
١ – ځوانيمرګ ارمان
٢ – شرقي ښکلا د غرب په ماڼو کې شعري ټولګه
٣ – ښځه د ژوند په هنداره کې د لنډو کيسو ټولګه
٤ – دسولۍ انتظار شعري ټولګه
زرلښته نور ناچاپ اثار هم لري چې چاپ ته تيار دي يو په بل پسې به ېې چاپ او مينه والو ته به ېې وړاندې شي.
دپښتني مور اواز
زما په عقل کښی نقص نه شته ده انســـــــــان يمه زه ما چه ورکړی امتحان ده قهرمـــــــانـــــــه يمـــــــــه زه ما دوطن لپاره ښه رښتين بچيــــــــــــان…
بشپړ شعر ولولئ ←پښتونه
ستا دغيرت نه شه قربان دا ټول جهان پــښتــــــونـــــه په تا وياړ يږي لر او بر ټول افغانان پــــښـــــتونــــه څنګه دنيا د په ګونډو کړل په…
بشپړ شعر ولولئ ←زما دکوځې پښتونخوا
زما د کوځې پښنخوا پښتنو هسکه شمله په ټول دونيا پښتنو دسره ګلاب په شانته وغوړيږې زما دخان ولې بابا پښتنو افغانستان د اسيا زړه…
بشپړ شعر ولولئ ←پام چه ګناه ونکړی
دميني زړه د چا ته مه ورکوه څوک د دزړه په مينه مه نازوه دشين سهار وږمه ته ګوره ګلۍ چه يوځل راشي بيا په…
بشپړ شعر ولولئ ←پرون غوسه
نن می ستا سترګو کی د خپل د زړګي شور ولـــــيد دمستی مينی ليونتوب د جنـــــــــــــون زور وليــــــــد تا چه له کبر ه رانه…
بشپړ شعر ولولئ ←راشه راشه
د سهار شفـــــق کــــــــړه څيــــره ترمـا راشه د تيارو د زړه نـــــــه وزه سپــــيــــن صباشه تورو شپو ته مې شونټۍ د مينې بـــل کړه د…
بشپړ شعر ولولئ ←څلور بيته
په لباس او په ګفتار يي مــــه غـــوليـږې چه ماغزه يي پښتون نه وی پښتون نه ده مــــا خو ډير داسی ليدلی دوه مخان دي…
بشپړ شعر ولولئ ←څلوريزه
راشــــــــه ملالې شه د ميوند دجنګ فاتحه شه يــــــــا يوه نـــــازو شه خپل بچو لره ناصحه شه ورکړه د غيرت سبق زانګو کی خپل…
بشپړ شعر ولولئ ←څلوریزه
دانتــــــــــــظار شيبی د سخته تر سهار ناسته يم وايـــــــــه ليلا کله راځی چه ستا په لار ناسته يم داليـــــونی مينه خو بيا يو بل…
بشپړ شعر ولولئ ←څلوريځه
الفت او محـــــــــبت د خپل وطن هم يوهمت دي ميدان د سر بازي که قرباني ننګ او غيرت دي ټټر چــــــــــــه مخامخ غليم ته…
بشپړ شعر ولولئ ←دحسن سوداګر
هــــــر خوا ګورمه دمينی سوداګردي ګــــــوره څه دا ليوني په ورانو سردي کــــله مينه غــــواړي کــــله دزړه وينه لويــــــه خدايه چه دا څرنګه بشر…
بشپړ شعر ولولئ ←سوله به راشي
چې کله شعر ليکمه د خپل وطن په ياد کې دغه مظلوم اولس مې ټول يو په يو مخ ته مې ودريږي او بيا چې…
بشپړ شعر ولولئ ←سوله غواړی کنه؟
ما ته د مينې قصيدي مه وايه زه د وطن د لوړو غرو مين يم ماته مې خپله ځواني مه راستايه زه د وطن…
بشپړ شعر ولولئ ←دسولې انتظار
دا ويرونه ماتمونه دغه تور تور ماښامونه دژړانه ډکې سترګې دادغم نه ډک وختونه دغه سوې سوې زړونه دځوانانو دا لوونه دادميندو فريادونه دناويانو ارمانونه…
بشپړ شعر ولولئ ←دسولې جرګه
شمله ورو پټګي وتړۍ جرګه شئ د ارين په خاوره ټوله را ښکاره شئ د نازو بچي شټيږي په سرو وينو يا ميرويس شئ يا…
بشپړ شعر ولولئ ←دبخت ستوري
دمينــــی تـــــاريـــــکــــــوتــــــه اشنـــــالمــــرختــــلی ده دهـــجـــرتـــــوروشپــــــوتـــــه مــــی سحــــرراغــــلی ده ډارن دحيــــاستـــرګــــي چــــه غـــــل غـــل درتـه کيدله نـــــــن ستـــــــادعشق معـــراج تــه ډير زړه ورختلی ده د مينی منـــزلــګـاه…
بشپړ شعر ولولئ ←يادونه
خيـــــــال کې غمونه مېلمنې شي چې زه تا يادومه اوښکې ګرېوان ته په جرګې شي چې زه تا يادومه کـــــــله دې زه هـــــم په…
بشپړ شعر ولولئ ←يو پښتون شه
ته زما د زړه ارمان يي لکه ګل غوندې ساتم دئ د بلبل يوه داستان يي ز ه د ګل په شان پالم دئ …
بشپړ شعر ولولئ ←