د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

دسولې انتظار

دا ويرونه ماتمونه دغه تور تور ماښامونه
دژړانه ډکې سترګې دادغم نه ډک وختونه
دغه سوې سوې زړونه دځوانانو دا لوونه
دادميندو فريادونه دناويانو ارمانونه
***
دجنګونونه په کرکه دا ناره زه په باربار کړم
وير ځپلي پښتنو ته زه دسولې انتظار کړم
***
دتنکي ځوانانو لوو دی جنازی دی راروانی
درپه در پښتنې ګرځي تلوسی دي را روانی
ناپوهي دخود غرضو نه ګيلې دي راروانی
دقدرت مسابقو کې توری شپی دي راروانی
***
هر صبا په هديرو کې ستړي زړونه نا قرار کړم
وير ځپلي پښتنو ته زه دسولې انتظار کړم
***
نن دتورو شپو جامه کې بی ادب ميدان ته راغی
نر دښځو په جامه کې داد ب ميدان ته راغی
ديو څو روپو دپاره د اسلام نوم نه په ګټه
يو څو توري سره يو کړي جنګ طلب ميدان ته راغی
***
زمانه يم ربړولې معصوم زړه نه دا اقرار کړم
وير ځپلې پښتنو ته زه دسولې انتظار کړم
***
دا کم زوره ضمير نه ده چې زه وينه ليداې نه شم
زه شيرينه د فرهاد يم څنګه مينه ليداې نه شم؟
مور سبق د غيرتونو په زانګو کې راښودلې
بس په وير کې دپښتون يم خفه زړونه ليداې نه شم
***
هر قدم کې هديری دي زه يي غمونوکې حصارکړم
وير ځپلي پښتنو ته زه دسولې انتظار کړم
***
لروبرو پښتنو ته دغيرت جګو شملو ته
دکونړ د سيند اواز يم دمامونۍ سر دروته
تاتره باندې زه وياړم دوياړونو نښانه ده
دشمشاد دلوړۍ څوکی دسپين غرښکلی وږموته
***
دولي خان په مزار کې ديوالې خريدار يم
وير ځپلي پښتنو ته زه دسولې انتظاريم
***
تاريخونه مې لوستلي دملالې کارنامه ده
اسارت منلې نه شم دغازي ادی کيسه ده
دنازو ادې په خيال کې ما دخيرځولې نيولې
پښتانه دي راټول شوي دپښتو په نوم جرګه ده
***
تورطوفان کې راحصاره دحفيظ د زړه پرهار يم
وير ځپلي پښتنو ته زه دسولې انتظار يم
د شاعر نور شعرونه ←