د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

پښتونه

ستا دغيرت نه شه قربان دا ټول جهان پــښتــــــونـــــه

په تا وياړ يږي لر او  بر   ټول افغانان   پــــښـــــتونــــه

څنګه دنيا د په ګونډو کړل په خپل پوه بــــــــانــــــدی

ستا لوړ همت ته حيران شوی دی جهــــان پښتونــــــه

دزمانی ازمښت ته پاتی په خپل هوډ کښی نه شوی

اوس خو به ځکه په تا وياړی هرافغان پــــښتونـــــــه

ستا دزلمو دتوری شرنګ ته بلبلان نڅـــــــيــــــــږی

په تا وياړيږی نن پاس ستوري د اسمان پښتونـــــه

چه خپل غيرت درنه هير نکړي دنيکونو ارمـــــــان

ورشه وردانګه دوطن په دښمنان پښتـــــونـــــــــــه

زه به دستايم شعرو کښی چه په شا نه شی تــــــــه

تاريـــخ تازه کړه ور په شا کړه غليمان پښتونــــــه 

ايمان خـــويو ده غيرت يوده وطن يو ده ګـــــــوره

په لسيزو درنـــــــه اخلی  شيطانان پښتونــــــــــــه

چه د مقصد ه پــــــوری لاړی بيا ناری کړه په جار

(حفيظه)راشه دلته  ښکاری ستا ارمان پښتونه

د شاعر نور شعرونه ←