افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
دسولې جرګه
شمله ورو پټګي وتړۍ جرګه شئ
د ارين په خاوره ټوله را ښکاره شئ
د نازو بچي شټيږي په سرو وينو
يا ميرويس شئ يا احمد د زرغونه شئ
ياپټګي له سره ښځو ته ګذار کړۍ
يايووالي د غيرت جګه شمله شئ
دوختونو د ظلمت دور کړی ختمه
يوشتم پيړۍ کې بيا يو ننداره شئ
ما ليدلي پښتانه کم زوره نه دي
دتاريخ په زرين پاڼو کې ښايسته شئ
د حفيظ د هيلوسپين کوتری ورک دي
بيادسولې سپين کوتری شئ جرګه شئ