د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

دبخت ستوري

دمينــــی تـــــاريـــــکــــــوتــــــه اشنـــــالمــــرختــــلی ده

دهـــجـــرتـــــوروشپــــــوتـــــه مــــی سحــــرراغــــلی ده

ډارن دحيــــاستـــرګــــي چــــه غـــــل غـــل درتـه کيدله

نـــــــن ستـــــــادعشق معـــراج تــه ډير زړه ورختلی ده

د مينی منـــزلــګـاه دقــــاف غــــره نـــه هـــم اوچـــت ده

د  ميـــنـــی جــــګ مقــــــــام تــــه سکــنــــدرختـــلی ده

دميــنـــی مــــدرســـــی نـــه ټــــول غمونــو راپه سر شو

خــــوزړه مــــي ازمښتوکښی اول لمبـــــــرختـــــلی ده

سپـوږمی داشنا مخ مي نن په سترګو کښی ځلاکړی

کـه پـــاس پــــه اسمانـــــوکښی کـــــوم قمرختـــــلی ده

بلقيص چه سليمان تــه شــوه تسليم پـــه محبت کښی

ضــــرورهـــــود هـــــود دميـــنـــی پـــه بسترختـــــلی ده

دتــــــــوروشــــپـــــو کيسی بـــــه پـــــه رڼــــا درته کومه

روزګـــار نـــه تــــرورشــــوی زړه پــــه غــــر خــتــلی ده

قسمت کښی می تياری زه (حفيظ) تياروکښی ورکه

دبخت ستـــوری خــــوتـــــاتـــه پاس په سرخــتـــلی ده

د شاعر نور شعرونه ←