د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

دپښتني مور اواز

زما په عقل کښی نقص نه شته ده انســـــــــان يمه زه

ما چه ورکړی امتحان ده قهرمـــــــانـــــــه يمـــــــــه زه

ما دوطن لپاره ښه رښتين بچيــــــــــــان روځــــــــــلی

د استعمار موقابلی ته جنګيا لـــــــــــيان روزلـــــــی

ما دايمان سبق ښودلی په زانګو کـــــــښی ورتـــــــه

دتجاوز په مقابل می ميرويس خــــــــــان روزلــــــی

دميوند جنګ کښی قربانی تــــــــه په ميدان ومه زه

ما چه ور کړی امتحان ده قــــــهرمــــــــان يـــــــــمه زه

سر کښی ماغزه لرم ماغزو کښی احساسات لرمـــه

زه پښتنه د پښتنی مينی جزبـــــــــــات لــــــــرمــــــــه

داسی خو مه وايه چه کور کی ياپه ګور کښی اوسه

ستا داحساس لپاره ډير عالی خيـــــــــالات لــــــرمه

د پښتون کور اباديدو ته په ارمـــــــــان يــــــــــــمه زه

ماچه ورکری امتحان ده قهرمـــــــــــان يــــــــــــمــه زه

دنړ يوال په مقابل انتظـــــــــام پــــــورتــــــــــه کـــــــړه

دجهالت الزام کړه لری نوم دقام پورتـــــــــــه کـــــــړه

عقل هوښيارکړه د وطن ميندی خپـــــــل زړه وګڼـــه

که ترقی دوی مقصد ددوی مقام پــــــــورتــــــــه کړه

ټول نړيوال ته په طاقت کښی ښه بيان يــــــــــــــمه زه

ما چه ورکړی امتحان ده قهــــــرمــــــــان يــــــــــمه زه

دوطن مور يمه تــــــــــــــــــه ګواښ دظلم زور مه کوه

دجګو غرو زمرو ته غوږ کـښی شور ماښور مه کوه

دوي نه ختميږي سلسلی دغيرتـــــــــــــنو لــــــــــــــري

داحمد شاه او دمير ويس په شان سرونه لـــــــــــــري

(حفيظه ) وايـــــــــه چـه قدرت د ستر کاروان يمه زه

زما په عقل کښی نقــــــــص نـه شته ده انسان يمه زه

د شاعر نور شعرونه ←