د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په انتالیا کې د اقلیم نړیواله غونډه؛ افغانستان د نړیوال ملاتړ غوښتلو فرصت لري

افغان اتلان · پښتو
په انتالیا کې د اقلیم نړیواله غونډه؛ افغانستان د نړیوال ملاتړ غوښتلو فرصت لري

د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلونونو د کنوانسیون ۳۱مه غونډه (COP31) د ترکیې په انتالیا ښار کې پیل شوې ده. په دې ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي دولتي چارواکي، ساینس‌پوهان، څېړونکي، سوداګریز فعالان او د مدني ټولنو استازي ګډون کوي.

غونډه د نومبر له ۹مې تر ۲۰مې پورې دوام کوي او اصلي موخه یې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا، د هېوادونو ګډ مسؤلیت زیاتول او د اقلیم په اړه ژمنې په عملي او د اندازه‌کېدو وړ اقداماتو بدلول دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش اقلیمي بدلونونه د انسانانو د بقا لپاره حیاتي ګواښ بللی او د بېړنیو اقداماتو غوښتنه یې کړې ده. هغه ویلي چې نړۍ نور د انتظار، نه‌پایه بحثونو او د مسؤلیت د یو بل پر غاړه اچولو وخت نه لري، بلکې د انسانانو د ژوند ساتنه باید د دې نړیوالې مبارزې په مرکز کې وي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې انقره غواړي COP31 یوازې د سیاسي اعلامیو تر کچې محدوده نه شي. د هغه په وینا، د غونډې د بریا معیار باید د اقلیمي ژمنو او پرېکړو عملي کېدل وي. اردوغان زیاته کړې چې د غونډې په چوکاټ کې له ۶۰۰ ډېر پروګرامونه او فعالیتونه پلان شوي دي.

د یادو پروګرامونو په ترڅ کې به د پاکې انرژۍ، د کثافاتو د مدیریت، د اقلیمي بدلونونو لپاره د مالي سرچینو برابرولو او د اقلیمي ګواښونو پر وړاندې د مقاومت لرونکو ښارونو په اړه لارې چارې وړاندې شي. دا ناسته په داسې مهال ترسره کېږي چې د نړۍ بېلابېلې سیمې له اوږدمهالو وچکالیو، ویجاړوونکو سېلابونو، د تودوخې له زیاتوالي او غیرمعمول بارانونو سره مخ دي.

افغانستان، سره له دې چې د نړۍ د شنوخونو ګازونو په تولید کې یې ونډه کمه ده، د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ او له زیان‌منو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان له یوه پلاوي څخه هم په دې غونډه کې د ګډون غوښتنه شوې ده.

COP31 کولی شي افغانستان ته زمینه برابره کړي چې د وچکالیو، سېلابونو او نورو اقلیمي ستونزو په اړه خپلې اندېښنې له نړیوالې ټولنې سره شریکې او د تخنیکي مرستو، مالي ملاتړ او ګډو اقداماتو غوښتنه وکړي. د ملګرو ملتونو د اقلیم لومړنۍ غونډه په ۱۹۹۵ کال کې د جرمني په برلین کې جوړه شوې وه او له هغه وروسته دا ناستې د اقلیمي سیاستونو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د پرېکړو له مهمو نړیوالو مرکزونو څخه ګرځېدلې دي.