د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

یونسکو او یونیسف: د افغانستان ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌کړو لرې دي

افغان اتلان · پښتو
یونسکو او یونیسف: د افغانستان ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌کړو لرې دي

د یونسکو او یونیسف په یوه ګډ راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان د زده‌کړو عمر لرونکو ماشومانو شاوخوا ۵۳ سلنه له رسمي عمومي زده‌کړو بې‌برخې دي. په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې د نفوس زیاتوالی، پرله‌پسې کړکېچونه، د پانګونې کمښت او له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدل د هېواد پر ښوونیز نظام فشارونه زیاتوي.

د «په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د زده‌کړو وضعیت» په نوم راپور له مخې، د اووه تر ۱۸ کلونو پورې د زده‌کړو عمر لرونکو کسانو شمېر له ۲۰۱۹ کال راهیسې له ۱۰.۴ میلیون څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیون ته لوړ شوی دی. د دغو بنسټونو په باور، د زده‌کوونکو د شمېر زیاتوالی د ښوونځیو، ښوونکو او نورو ښوونیزو خدمتونو اړتیا هم ورسره ډېره کړې ده.

راپور وايي، په روان کال کې له ګاونډیو هېوادونو څخه له یو میلیون ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې له ډلې یې څه باندې ۲۴۵ زره ماشومان دي. یونسکو او یونیسف دا وضعیت د افغانستان د ښوونیز نظام لپاره بله مهمه ننګونه بللې، ځکه راستنېدونکو ماشومانو ته د زده‌کړو د زمینه برابرولو لپاره اضافي ظرفیتونو ته اړتیا ده.

په راپور کې د نجونو د زده‌کړو وضعیت ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده. د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، له ۲.۶ میلیون ډېرې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته له دوام ورکولو بې‌برخې پاتې شوې دي. د ټولنې پر بنسټ زده‌کړې، د سواد او مسلکي مهارتونو پروګرامونه، له لرې زده‌کړې او خصوصي تدریس د دغو نجونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه بلل شوي.

د ګډ راپور د شمېرو له مخې، شاوخوا ۵،۳۰۰ ټولنیزو ټولګیو نږدې ۱۶۲ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو فرصت برابر کړی، چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي؛ خو دا پروګرامونه د رسمي او حضوري زده‌کړو بدیل نه شي کېدای. راپور په ښوونیز نظام کې د هلکانو د ګډون کمښت هم یاد کړی دی. سره له دې، تېر کال شاوخوا ۶.۶ میلیون ماشومان په دولتي لومړنیو ښوونځیو کې شامل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله نږدې ۵۶۰ زره زیات دي؛ خو دا زیاتوالی د زده‌کړو عمر لرونکو ماشومانو له نفوسي ودې سره برابر نه دی.

راپور د زده‌کړو کیفیت هم د اندېښنې وړ بللی او وايي، د یوې ټول‌هېوادیزې ارزونې له مخې، د څلورم ټولګي له نیمايي کم زده‌کوونکي د ژبې په برخه کې اړین لومړني مهارتونه لري. په لوړو زده‌کړو کې اوس شاوخوا ۲۰۸ زره زده‌کړیالان شامل دي؛ دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۱۸۹ زره او په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۴۳۰ زره و. یونسکو او یونیسف د نجونو او ښځو د زده‌کړو د حق د بېرته اعادې، د ښوونې په برخه کې د پانګونې د زیاتېدو، د ښوونکو د وضعیت د ښه کېدو او د درسي توکو د برابرولو غوښتنه کړې ده.