د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د بلاروس غیرمقیم سفیر باورلیکونه ملا محمد حسن اخوند ته وسپارل

افغان اتلان · پښتو
د بلاروس غیرمقیم سفیر باورلیکونه ملا محمد حسن اخوند ته وسپارل

د اسلامي امارت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په کابل کې د بلاروس د غیرمقیم سفیر او ځانګړي استازي الکساندر اوګورودنیکوف باورلیکونه ومنل.

د باورلیکونو د سپارلو مراسم د کابل په ارګ کې ترسره شول. د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د لومړي وزیر دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع هم په دې مراسمو کې حاضر وو.

د اسلامي امارت د لومړي وزیر او د بلاروس د استازي ترمنځ په لیدنه کې د افغانستان او بلاروس د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

ملا محمد حسن اخوند د اوګورودنیکوف د ماموریت پیل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي پړاو نښه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې د نوموړي ټاکنه به د کابل او مېنسک ترمنځ سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي همکارۍ لا پیاوړې کړي.

د اسلامي امارت لومړي وزیر ویلي چې افغانستان په یادو برخو کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره د همکاریو پر امکاناتو هم بحث شوی دی.

بلاروسي سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د کرنې، خوراکي توکو او درملو په برخو کې سوداګري زیاته کړي.

اوګورودنیکوف دغه راز ویلي چې په وروستیو کې بلاروس ته د اسلامي امارت د بېلابېلو پلاوو سفرونو د دواړو لورو ترمنځ د باور په پیاوړتیا او د دوه‌اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مرسته کړې ده.