افغانستان د زمبابوې پر وړاندې شل اوریزه لړۍ په بشپړې بریا پای ته ورسوله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په درېیمه شل اوریزه لوبه کې د اوو ویکټو په ستر توپیر ماتې ورکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د درې لوبو لړۍ په بشپړې بریا پای ته ورسوله.
لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه کې ترسره شوه. افغانستان پچه وګټله او زمبابوې ته یې د لومړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه، خو د افغان توپ اچوونکو د اغېزمنې مقابلې له امله د زمبابوې ټول لوبغاړي په ۱۴،۳ اورونو کې د ۷۹ منډو په جوړولو وسوځېدل.
د افغانستان لپاره نور احمد لکڼوال تر ټولو بریالی توپ اچوونکی و او د زمبابوې پنځه لوبغاړي یې له مخې لرې کړل. عبدالله ترهخیل، چې په نړیواله کچه یې خپله لومړۍ لوبه ترسره کوله، دوه ویکټې واخیستې؛ په دغو ویکټو کې د زمبابوې د کپتان سکندر رضا ویکټه هم شامله وه.
د زمبابوې په منډو کې راین بورل تر ټولو ډېر وځلېد او په ۲۹ توپونو یې ۳۰ منډې جوړې کړې. د دې لوبډلې له نورو توپ وهونکو هېڅ یوه ونه شو کولای چې له لسو زیاته منډه جوړه کړي.
افغانستان د ۸،۱ اورونو په لوبولو سره ټاکل شوی هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. د افغان لوبډلې لپاره پرانیستونکي توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۲۵ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.
افغانستان په دې لړۍ کې د زمبابوې پر وړاندې درې واړه شل اوریزې لوبې وګټلې. ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې وروسته دوه پنځه ورځنۍ ټیسټ سیالۍ هم ترسره کړي، چې لومړۍ یې د نومبر په پنځمه پیلېږي. د افغانستان کرکټ بورډ د دغو سیالیو کوربه دی.