اسلاماباد: د افغانستان له خاورې امنیتي ګواښونه د خبرو موضوع نه دي

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د طالبانو حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، کابل د افغانستان او پاکستان د اړیکو د خرابېدو اصلي لامل نه مني. اسلاماباد ټینګار کوي چې له افغان خاورې د راپورته کېدونکو امنیتي ګواښونو مخنیوی د طالبانو د حکومت مسوولیت دی.
مجاهد په یوه خپره شوې ویډیويي وینا کې ویلي وو چې روان کړکېچ افغانستان نه دی پیل کړی او د سولهییز حل لپاره یې خپلې هڅې کړې دي. د هغه په وینا، پاکستان پر هغو تګلارو ټینګار کوي چې له مخکې ناکامې ثابتې شوې دي او د خبرو له لارې د ستونزې د هواري لپاره لازم چمتووالی نه ښيي.
د طالبانو د حکومت ویاند زیاته کړې وه چې د بېلابېلو هېوادونو له منځګړیتوبونو سره سره، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د پیغامونو تبادله هم شوې، خو تر اوسه د اختلافاتو لپاره د منلو وړ حل نه دی موندل شوی. ترکیې، چین، قطر او متحده عربي اماراتو په بېلابېلو پړاوونو کې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، ترهګري د دغه هېواد لپاره د منلو وړ کرښه ده او د خلکو امنیت یې د خبرو موضوع نه شي کېدای. وزارت ادعا کړې چې اسلاماباد به د ډېورنډ کرښې هاخوا د وسلهوالو ډلو پټنځایونه ونه زغمي او د نړیوال قانون له مخې ځان ته د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د لازم اقدام حق ورکوي.
په اعلامیه کې له کابل څخه غوښتل شوي چې د هغو ډلو د فعالیت مخه ونیسي چې د پاکستان پر ضد له افغان خاورې فعالیت کوي. پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې په دغو ډلو کې د پاکستاني طالبانو تحریک، د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ، القاعده، داعش خراسان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ شامل دي.
د پاکستان د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ هم په یوه وروستۍ غونډه کې ویلي وو چې د دغه هېواد ناامني له افغانستانه سرچینه اخلي. د استازولۍ د یوه چارواکي په وینا، د طالبانو حکومت باید هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا سیمې پر ضد وکاروي.
د طالبانو حکومت بیا په دوامداره توګه دا تورونه رد کړي چې ګواکې په افغانستان کې بهرنیو وسلهوالو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره ده. کابل ټینګار کوي چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي څو افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي، خو اسلاماباد تورنوي چې د طالبانو پر ضد وسلهوال روزي او داعش ډلې ته یې د فعالیت مرکزونه برابر کړي دي.