مېلمه پالنه د افغاني ټولنې یو لرغونی دود دی

حیا ت الله حلیم
افغانستان د مختلفو قومونو ګډ کوردی، چې دغه قومونه په اصولو کې ټول د یوه ګډ او اصیل معنوي فرهنګ، چې مسلمان، په هېواد مین، د ملي او شخصي نوامیسو ساتونکی او د پردیو د تېري په مقابل کې حساس اوغښتلي خلک دي، پیروان دي، چې دا فطرت په حقیقت کې د دوی له یوې واحدې عنعنې څخه استازیتوب کوي، خوپه فروعوکې بیا هره سیمه د مختلفو دودونو اوعنعناتو درلودونکي ده، اصله خبره دا هم ده چې زموږ د ټولنې فرعي دودونه او کودونه هم په بشپړ ډول له اسلامي اصولو سره اړخ لګوي ، دا څرګنده ده چې دودونه د بشري ټولنو اساس او بنیاد جوړوي، نه یوازې افغانستان بلکې د نړۍ هرهېواد د ځانګړو دودونواو رواجونو درلودونکي دي چې د ځینو هېوادونو دودونه بیا خطرناک هم وي، ځکه انساني حقوق پکې تر پښولاندې کېږي.
دودونه دي چې په حقوقو بدلیږي او قوانین ورنه جوړیږي، په افغاني ټولنه کې فرعي او بې ضرره ډېر رواجونه موجود دي، خوهغه رواجونه چې په متحدالمال ډول د افغاني ټولنې د ټولو قومونوترمنځ رعایت کیږي، میلمه پالنه ده، چې دغه دود افغانستان ته د اسلام د سپیڅلي دین له راتګ څخه د مخه هم د افغانانو ترمنځ موجود و. د میرمنو درناوی بل رواج دی چې د غیرت په حکم همدا اوس هم افغانان ښځو ته په ډیره درنه سترګه ګوري، ننواتې بیا له ټولو مهم دود دی چې د کلونو بدي په دوستۍ بدلوي او پخلاینه را منځ ته کوي، پورته د هغو دودونو بیلګې دي، چې د اسلام د سپیڅلي دین له احکامو سره هم بشپړاړخ لګوي، خوله بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې یو شمېر داسې رواجونه هم شته چې منفي اړخونه لري او زیاتره یې د تربګنۍ او بیځایه تعصباتوزېږنده وي.
« په ټولنپوهنه کې عنعنوي یا دودیزه ټولنه ګڼ تعریفونه لري، یوتعریف یې، چې پوهان یې په اړه تر ډېره په یوه خوله دي ، دادی چې دودیزه ټولنه هغه ټولنه ده، چې عنعنه، دود، رواج او دستور د هغې د ژوندانه په ټولو برخو او اړخونوکې ستر او ټاکونکی رول ولري او د هغې ټولنې د فرهنګ بنسټ جوړوي، د دغه تعریف په رڼا کې افغاني ټولنه هم یوه عنعنوي او دودیزه ټولنه ده، دلته عنعنو او دودونو دومره ژورې ریښې غځولې چې د افغانانو د ژوند یو اړخ هم له عنعنو او رواجونو جلا تصور کېدای نشي، خلک وایي: له کلي ووځه ، خو له رواجه مه وځه .
د افغاني ټولنې فرهنګ زیاتره زموږ د دیني اوعنعنوي ارزښتونو پربنسټ ولاړ دی او همدا دواړه د افغاني فرهنګ منځپانګه او د هغې د ودې پرمختګ او غوړېدو اصلي محور بلل کیږي. په افغاني ټولنه کې دیني او عنعنوي ارزښتونو یو بل ته غیږه پرانیستې، یو بل یې په ورین تندي منلی او زغملی دی او داسې سره اوبدل شوي چې کله نا کله یې جلا کول هم ناشوني بریښي.
په ځینو برخوکې دیني ارزښتونود عنعنو بڼه غوره کړې ده اوپه ځینو نورو برخوکې بیا عنعنې د تقدس تر بریده رسېدلې دي.
له شک پرته د دیني او عنعنوي ارزښتونو دغه راز پیاوړي دوه اړخیزې اړیکې د افغانستان د تاریخ په ډیرو سختو او حساسو پړاوونو کې افغاني فرهنګ ژوندی ساتلی دی او هغه ته یې د ودې او پر مختګ لاره پرانیستې ده .
د عنعنو ژوندي ساتل او پالل د نسلونو تر منځ تاریخي او فرهنګي تسلسل را منځ ته کوي، ماشوم د هماغې زیږېدو له شیبې د کورني کلتوري چاپیریال غیږي ته لویږي او کورنی کلتوري چاپیریال د هغو دودونواو رواجونو پربنسټ ولاړدی چې له پیړیو پیړیو پالل کیږي او له یوه نسل نه بل ته په میراث پاتې کیږي، ماشوم په کورني کلتوري چاپیریال کې ښوونه او روزنه مومي، ورو ورو کلتور زده کوي د خپلو نیکونو او پلرونو له کلتور سره آشنا کیږي او د ټولنې غړی کیږي. که دغه راز تسلسل او اړیکه پرې شي، نو څرګنده خبره ده چې نوی نسل د عنعنوي ارزښتونو له تشې سره مخ کیږي او د عنعنوي ارزښتونو تشه په حقیقت کې د فرهنګي تشې مانا لري او فرهنګي تشه د دې لامل کیږي چې نوی نسل د خپل فرهنګ او آن هویت په لټه کې سرګردان شي، دا د انسانانو فطري ځانګړنه ده، چې تل خپل هویت، خپل اصالت او خپلې ریښې لټوي.
تاریخي تجربو ښودلې ده چې که په یوه ټولنه کې د کورنیو او یا بهرنیو لاملونو تر فشار او اغیزو لاندې عنعنات هم د بڼې له پلوه او هم د منځپانګې له خوا ورو ورو یا نا ببره له منځه لاړشي، نو د هغې ټولنې کلتور خپل تکیه ځای ورکوي او له انحطاط سره مخ کیږي، دغه راز تاریخي تجربو ته په کتو، موږ ټول دا مسئولیت لرو چې پری نه ږدو د افغاني ټولنې له پیړیو پیړیو او نسلونو نسلونو را پاتې ښه رواجونه او عنعنات له منځه لاړ شي او زموږ ملي فرهنګ له انحطاط سره د مخ کېدو په ترڅ کې خپل تکیه ځای له لاسه ورکړي، موږ باید خپل رښتيني رواجونه اوعنعنې ژوندی وساتو، ویې پالو او د اړتیا په صورت کې د نویوشرایطو له غوښتنو او ایجاباتو سره یې برابر او همغږی کړو.
نن افغانستان د خپل تاریخ له ډیر حساس پړاو څخه تېرېږي په هره برخه کې ګڼې ستونزې او نا خوالې تر سترګو کیږي. ددې ستونزو د حل لپاره افغانان له هرڅه وړاندې یووالي، زغم، پیوستون، اخلاص، اسلامي اخوت، مینې او محبت ته اړتیا لري. موږ باید د خپلې ټولنې هغه رواجونه اوعنعنې ښې وځلوو او ښې یې وپالو چې له موږ سره د یادو ارزښتونو په پیاوړي کولو کې مرسته کوي . موږ باید هغه رواجونه او عنعنې راواخلو او د خپلې لارې مشعل یې وګرځوو چې د افراط، کرکې او دښمنۍ له شره د افغاني ټولنې په ژغورلو کې مرسته کولای شي او په ځوان نسل کې له اسلام، انساندوستۍ او وطنپالنې سره مینه پیاوړې کولای شي.