د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

لوګر کې د کور د غلا پر مهال د یوه کس د وژل کېدو ادعا؛ دوه شکمن نیول شوي

افغان اتلان · پښتو
لوګر کې د کور د غلا پر مهال د یوه کس د وژل کېدو ادعا؛ دوه شکمن نیول شوي

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د یوه کور د غلا پر مهال د کور څښتن وژل شوی او د امنیه قوماندانۍ په خبره، له کوره نغدې پیسې او سره زر هم وړل شوي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس وايي، پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ د زرغون ښار په سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا، غلو د لوټ پر مهال د کور څښتن استاد محمد عارف وژلی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې، له کوره ۱۴۲ زره افغانۍ، ۳۵۰ یورو، ۹۰۰ امریکایي ډالر او یوه اندازه سره زر غلا شوي دي.

د لوګر امنیه قومانداني وايي، د پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي دي. سرچینه زیاتوي چې د نورو احتمالي ښکېلو کسانو د پېژندلو او نیولو لپاره څېړنې روانې دي.