د پیسو شور او د ولسواکۍ زور| ولي الله ملکزی

یو ملګری مې له ۲۵ کلونو راهیسې په یوه شتمن عربي هېواد کې اوسېږي او درې واړه ماشومان یې همدلته پېدا شوي، خو په دولتي ښوونځي کې د زده کړو له حقه بې برخې دي. له همدې امله اړ دی چې د اولادونو د خصوصي مکتب د لګښتونو په خاطر اضافي کار وکړي. دا پیکه چلند یوه بنسټیزه پوښتنه را ولاړوي چې ولې د یو اسلامي هېواد پراخه شتمني او اقتصادي پرمختګ د دغو ماشومانو د تعلیم حق نا ګڼلی ګڼي؟ زموږ د جمعې په خطبو او دیني موعظو کې د اسلامي ورورولۍ او یو امت خبرې کېږي؛ خو د عمل په ډګر کې جغرافیایي پولو، ژبنیو توپیرونو او د عجم او عرب وېش دا واټن دومره پراخ کړی چې د اخوت اخلاقي اړخ یې تر سیوري لاندې راوستی دی.
اووه سمندره لېرې، د امریکا د ۲۰۲۶ کال منځمهاله ټاکنو د سیاسي مشارکت، برابرو فرصتونو او ولسي ارادې بحث یو ځل بیا د نړیوالو پام ځانته واړاوه. د عائشه وهاب، رشیده طلیب او الهان عمر سیاسي مبارزه ښيي چې یوه مسلمانه کډواله کولای شي د خپلې وړتیا او هڅو له لارې د سیاست ډګر ته لار ومومي او د دې ستر هېواد په سیاسي برخلیک کې ژوره ونډه واخلي. که چېرې دغو مېرمنو د افغانستان په کلیوالو سیمو کې ژوند کولای چې نجونې په کې له زده کړو محرومې دي، ښايي اوس به د کم عمره ودونو، جبري نکاح او ټولنیزو محدودیتونو له خنډونو سره مخ وې.
د دوه څلوېښت کلن ډاکټر عبدل السید بري د همدې بحث یوه بله مهمه بېلګه ده. نوموړي د میشیګن ایالت د امریکا د سنا څوکۍ وګټله او د دغه هېواد په تاریخ کې لومړنی مسلمان سناتور شو. هغه د یو مصري کډوال زوی دی او د اکسفورډ پوهنتون څخه د عامې روغتیا په برخه کې دوکتورا لري. د سیالانو د میلیونونو ډالرو لګښت او د زهرجنې پروپاګنډې په وړاندې د خپلې مسلکي تجربې، سیاسي بصیرت او ولسي ملاتړ په مټ د بریا لوړې څوکې ته ځان ورساوه. د هغه کامیابي څرګندوي چې په ولسواکو نظامونو کې د انسان وړتیا، هڅې او د خلکو باور د سیاسي پرمختګ مهم عوامل دي.
د ټکساس په پراخ ایالت کې ۵۳ کلنه، جینا هینوخوسا د دغه ایالت لومړنۍ لاتینه والي وټاکل شوه چې له مکسیکو څخه د یوې راکډه شوې مېرمنې لور ده. همدارنګه ۳۷ کلن ځوان استاد، جېمز تالاريکو د ټکساس د سنا څوکۍ وګټله او جمهوري غوښتونکی میلیونر رقیب یې مات کړ. په کلیفورنیا کې، خاویر بسررا ګورنر شو؛ نوموړی هم د مکسیکويي کډوال زوئ دی او له یوې نیمې پېړۍ وروسته د دغه ایالت لومړنی لاتیني والي دی. دا بېلګې ښيي چې په ولسواکو جوړښتونو کې د انسان سیاسي برخلیک د شتمنۍ، قومي تړاو او موروثي مقام پورې نه محدودېږي؛ بلکې د سیاسي مبارزې او ولسي ملاتړ له لارې د پرمختګ لارې هم پرانیستل کېدای شي.
خو د دې ټولو سیاسي بریاوو تر شا یوه بله مهمه کیسه هم پرته ده؛ د پیسو، پانګې او سیاسي نفوذ کیسه. د (OpenSecrets) د معلوماتو له مخې، په دې انتخاباتي بهیر کې ۱۲ میلیارده ډالره لګښت شوی چې د افغانستان د ټولې کلنې بودیجې څلور برابره دی. یوازې ایلان ماسک، د جمهوري غوښتونکو نوماندانو د ملاتړ لپاره ۴۷۰ میلیونه ډالر مصرف کړل. خو د دومره پراخه مالي ملاتړ سره سره، د ټاکنو پایلو وښوده چې د پیسو په زور، د خلکو خپلواکه اراده په بشپړه توګه نه شي کنټرولولای. دلته د پیسو شور ډېر لوړ وو، خو د رایه ورکوونکو پرېکړه یوازې د مالي لګښتونو تابع نه وه، ځکه د ولس زور، د خدای له زوره دی.
البته، دا په دې معنا نه ده چې پیسې په ډیموکراتیکو نظامونو کې اغېز نه لري. برعکس، پراخ مالي لګښتونه د سیاسي تبلیغاتو، رسنیو او د نوماندانو د سیالۍ پر شرایطو ژور اغېز لري او د ولسواکۍ په وړاندې یوه جدي ننګونه ده. خو په ډیموکراسۍ کې د پیسو ترڅنګ د خلکو رایه، د قانون حاکمیت، د بیان ازادي او د واک د څارنې میکانېزمونه هم شتون لري. پیسې د سیاست غږ لوړولای شي، خو د ولس د ارادې غږ د ډالرو له شور څخه لوړ دی. ډیموکراسي یوازې د ټاکنو ترسره کول او د رایو صندوقونو ته د خلکو وربلل نه دي؛ بلکې د بشري حقوقو خوندیتوب، د عقیدې آزادي، د واک تفکیک او حساب ورکونه یې اساسي بنسټونه دي.
ولسواکي هغه مهال خپل واقعي مفهوم مومي چې د ټولنې هر وګړی، که شتمن وي که بې وزلی، د اکثریت وي که د لږکیو، د واکمن ګوند ملاتړی وي که سیاسي مخالف، د قانون تر سیوري لاندې د برابر حق او انساني کرامت خاوند وي. همدا د ولسواکۍ هغه فلسفه ده چې واکمن او عادي وګړی د قانون پر وړاندې د برابرۍ په یوه تله کې دروي او د ټولنې هر وګړی د مالکیت احساس کوي.
الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي!