خلیلزاد: د افغانستان د دولت په اړه د پاکستاني پوځ د ویاند څرګندونې ناسمې دي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ د ویاند هغه څرګندونې ناسمې بللې چې افغانستان یې دولت نه و بللی.
خلیلزاد د ټولنیزې شبکې «اېکس» له لارې ویلي چې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال چوهدري د افغانستان په اړه په دښمنانه او پاروونکي انداز خبرې کړې دي.
د هغه په وینا، د نړۍوالو قوانینو له مخې د پاکستاني پوځي چارواکي دا ادعا ناسمه ده، ځکه افغانستان د پاکستان له رامنځته کېدو څو پېړۍ وړاندې هم د یوه دولت په توګه شتون درلود.
خلیلزاد له پاکستاني نظامي ادارې غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله هغه تګلاره بدله کړي چې نوموړي ناکامه او له خطره ډکه بللې ده.
هغه ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه باید د ښو او مثبتو اړیکو د جوړولو لپاره هڅې وکړي.