فرانسه: د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو نیت نه لرو

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو وايي، هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د دې پرېکړې د بدلولو کوم پلان هم نه لري.
بارو دا څرګندونې په پاریس کې د «ماري کلیر» په نوم فکري مرکز کې د «د برابرۍ په اړه اقدام» تر عنوان لاندې یوې غونډې ته کړې دي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه هم د نوموړي څرګندونې خپرې شوې دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې پاریس په افغانستان کې د ښځو له حقونو او بشري حقونو ملاتړ کوي. د هغه په وینا، فرانسه د طالبانو هغه تګلارې نه مني چې د ښځو د ځپلو او له ټولنیز ژوند څخه د هغوی د لرې کولو سبب کېږي.
بارو ویلي چې د فرانسې دریځ روښانه دی او هېواد یې نه غواړي طالبان په رسمیت وپېژني. هغه زیاته کړې چې د ښځو سیستماتیک ایستل او د طالبانو محدودوونکې پالیسۍ د فرانسې له لیدلوري سره سمون نه لري.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ. له هغه وروسته د ښځو پر کار، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو او په سیاسي او نورو ټولنیزو برخو کې د ښځو پر ګډون پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.
نړیوالې ټولنې د طالبانو دغه اقدامات په وار وار غندلي او د محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده. طالبان بیا وايي چې افغان ښځو ته د هېواد د فرهنګ او اسلامي شریعت پر بنسټ حقوق ورکوي.