عرفات جمال: د ۶.۵ میلیونه افغان کډوالو ستنېدو فشار زیات کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغان کډوالو بېرته ستنېدو پر هېواد اقتصادي او ټولنیز فشار زیات کړی دی.
عرفات جمال دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د ښځو او سولې په اړه یوې نړیوالې غونډې ته کړې دي.
د هغه په وینا، د میلیونونو افغان کډوالو بېرته راستنېدل د افغانستان پر اقتصادي او ټولنیزو شرایطو اغېز کړی او هېواد له زیاتو فشارونو سره مخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د استازي څرګندونې په داسې مهال دي چې په وروستیو درېیو کلونو کې شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.