د روسیې لوړپوړی پلاوی کابل ته؛ پر سوداګرۍ او پانګونې خبرې وشوې

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د پنجشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېد. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او یو شمېر نورو چارواکو د کابل په هوايي ډګر کې د روسي پلاوي هرکلی وکړ.
دا سفر وروسته له هغې ترسره کېږي چې مسکو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د اوورچوک په مشرۍ پلاوی د روسیې له لوري افغانستان ته تللی له مهمو او لوړپوړو پلاوو څخه دی.
روسي پلاوي د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو لوړپوړو چارواکو سره وکتل. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، په دې لیدنو کې د کابل او مسکو د اړیکو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو، په اړه بحثونه شوي دي.
د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ویلي، روسیې ته د افغان کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره زمینه برابره ده. د هغه په وینا، جلغوزي، انځر، زعفران، انګور، انار او پنبه هغه محصولات دي چې د روسیې بازار ته د صادرولو پر پراخولو یې خبرې شوې دي. نوموړي همداراز په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د روسي پانګونې د امکان یادونه کړې ده.
ملا عبدالغني برادر ویلي چې په افغانستان کې د ګډو صنعتي پانګونو، د نړیوالو معیارونو له مخې د صنعتي پارکونو، ګډو ځانګړو اقتصادي زونونو، وچو بندرونو او سوداګریزو زیربناوو د جوړولو او پراختیا په برخو کې روسي پانګوالو ته د کار فرصتونه شته. چارواکو ویلي، په پلاوي کې یو شمېر روسي سوداګر او پانګوال هم شامل دي چې له افغان سوداګریزو بنسټونو سره به د همکاریو پر هوکړو خبرې وکړي.
تر اوسه روښانه نه ده چې احتمالي هوکړې به په کومو مشخصو برخو کې لاسلیک شي. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند زیاته کړې چې د روسي پلاوي لپاره به په ارګ کې د حکومت مشر ملا محمد حسن اخوند هم جلا لیدنه ولري.
کابل په اوسني وضعیت کې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره تر ډېره پر روسیې او د منځنۍ اسیا پر هېوادونو تمرکز کوي. د سرچینې په وینا، طالبان هڅه کوي د لوېدیځو هېوادونو له محدودو ډیپلوماټیکو اړیکو سره سره، له سیمهییزو هېوادونو سره د تعامل له لارې خپل سیاسي او اقتصادي انزوا راکمه کړي. تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر کابل ته سفر کړی و، او د طالبانو حکومت دفاع وزیر هم په جولای کې مسکو ته تللی و؛ هلته د دواړو لورو ترمنځ د امنیتي همکاریو یو سند لاسلیک شوی و.