ملګري ملتونه راستنېدونکو کډوالو ته د کار او مرستو پراخولو ژمنه کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې ویلي چې دغه سازمان به راستنېدونکو کډوالو ته د کارموندنې او مرستو رسولو لپاره خپلې هڅې پراخې کړي. نوموړې دغه څرګندونې د ریاستالوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې رباب فاطمه له خپل مل پلاوي سره کابل کې له حنفي سره لیدلي او د افغانستان د اقتصادي پراختیا او ابادۍ په اړه یې د اسلامي امارت د مسوولینو د هڅو د دوام هیله څرګنده کړې ده. هغې افغانانو ته د خدمت کولو د فرصت له برابرېدو خوښي هم ښودلې او د ترسره شوو پراختیايي فعالیتونو ستاینه یې کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو د استازې په وینا، دغه سازمان له افغانانو سره د بشري مرستو د همغږۍ ترڅنګ غواړي د همکاریو د پیاوړتیا، بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرولو، راستنېدونکو کډوالو ته د کار پیدا کولو او د مرستو د وېش په برخو کې خپلې هڅې زیاتې کړي.
فاطمې د راستنېدونکو کډوالو مدیریت په افغانستان کې له مهمو او لویو ننګونو څخه بللی دی. هغې ویلي چې د اسلامي امارت مسوولینو له دې وضعیت سره د مقابلې په برخه کې ښه چلند کړی دی؛ خو د ملګرو ملتونو د لا زیاتو هڅو د څرنګوالي او کچې په اړه یې په خبرپاڼه کې نور جزئیات نه دي ورکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي په دې لیدنه کې ویلي چې له اتو میلیونو څخه ډېر کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي. د هغه په وینا، اسلامي امارت به له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او لاسنیوي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
حنفي له هغو بنسټونو چې د کډوالو د حقونو د ملاتړ مسوولیت لري، غوښتي چې راستنېدونکو کډوالو ته د کارموندنې او سرپناه برابرولو په برخو کې خپلې هڅې او همکاري زیاته کړي. د ملګرو ملتونو او افغان چارواکو ترمنځ دا خبرې په داسې حال کې شوې چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کار، استوګنې او لومړنیو مرستو برابرول د بحث له مهمو موضوعاتو څخه بلل شوي دي.