د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په کندهار کې له ۵۳ زره کیلوګرامو ډېر نشه‌يي توکي له منځه یووړل شول

افغان اتلان · پښتو
په کندهار کې له ۵۳ زره کیلوګرامو ډېر نشه‌يي توکي له منځه یووړل شول

د کندهار امنیه قومانداني وایي، په دامان ولسوالۍ کې یې له ۵۳ زره کیلوګرامو ډېر نشه‌يي او کیمیاوي توکي سوځولي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته ویلي، په له منځه وړل شویو توکو کې هیروئین، شیشه، تریاک، چرس او ټابلېټونه شامل وو.

د نوموړي په وینا، په یادو موادو کې کاسټیک اسید او ځینې نور کیمیاوي توکي هم موجود وو. هغه د دې موادو د هر ډول جلا مقدار په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د کندهار امنیه قوماندانۍ وایي، یاد توکي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدیریت له لوري راټول شوي وو او د قانوني بهیر له بشپړېدو وروسته وسوځول شول.

چارواکو دا هم نه دي ویلي چې دغه مواد په کومو عملیاتو یا قضیو کې ترلاسه شوي وو؛ خو د قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د دوی د ضبط او له منځه وړلو چارې د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته ترسره شوې دي.