غزني کې د ناقانونه وسلو د راټولولو پر مهال ۴۰ کسان نیول شوي

د غزني امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ناقانونه وسلو او مهماتو د راټولولو په عملیاتو کې ۴۰ کسان نیولي دي.
د قوماندانۍ د نظامي چارو مرستیال، ملپاسوال مولوي محمدطاهر مبارز، ویلي چې په دې موده کې لسګونه بېلابېلې وسلې او یو شمېر مهمات ترلاسه شوي او نن د ډایاک آمریت ته سپارل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په نیول شویو وسلو کې ۴۲ میله کلاشنکوفونه، ۲۲ تومانچې، ۱۱ برنو ټوپکونه، درې راکټونه، یو هاوان، یوه پیکا، یو کرینکوف، یو اووهټکه، درې څلوېښتټکه او دوه اېمشپاړس شامل دي.
مبارز زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو ۵۸ د هاوان مرمۍ، ۱۳ د اېسپيجي-۹ مرمۍ، دوه روسي ماینونه، دوه جوړې د مزایل مرمۍ، دوې بوجۍ باروت او د ټانک یو دوربین هم نیولي دي. د هغه په وینا، نیول شوي کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د غزني امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، یادې وسلې او مهمات به د ډایاک آمریت له لوري د بیتالمال وسلتون ته ولېږدول شي. د نظامي چارو مرستیال د ولایت امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بللی او ویلي یې دي چې د ناقانونه وسلو راټولول د امنیت په ټینګښت او د جرمونو په مخنیوي کې مرسته کوي.
بلخوا، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیر قاري همت ویلي چې هغه کسان به له همکارۍ برخمن شي چې خپلې ناقانونه وسلې په خپله خوښه امنیتي ځواکونو ته وسپاري. نوموړي زیاته کړې چې مستحقو کسانو ته به د قانون له مخې د وسلو د قانوني اسنادو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي، خو خبرداری یې ورکړی چې د ناقانونه وسلو د موندلو په صورت کې به قضیې عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.