طبیعي ناورینونه؛ په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۳۰ میلیونه کسان بېځایه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د توپانونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله نږدې ۲۹.۹ میلیونه کسان اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي. دغه شمېر د تېرو لسو کلونو له ثبت شویو شمېرو لوړ بلل شوی دی.
د IOM چارواکو دا معلومات د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې شریک کړي؛ دغه غونډه د ترکیې په انتالیا ښار کې پیل شوې ده. سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طبیعي ناورینونو له امله رامنځته کېدونکې بېځایه کېدنه د خلکو پر ژوند، کورونو او ټولنیز ثبات پراخ اغېز کوي.
د کورني بېځایه کېدو د څارنې مرکز د معلوماتو له مخې، یوازې توپانونو په ټوله نړۍ کې د ۱۷.۹ میلیونه کسانو د بېځایه کېدو لامل شوي دي. په فیلیپین کې توپانونو او سېلابونو د طبیعي پېښو له امله د ثبت شویو نړیوالو بېځایه کېدنو له درېیمې برخې څخه د زیاتو پېښو ونډه لرله.
د IOM مشرې امی پوپ ویلي، خلک نه غواړي خپل کورونه پرېږدي، بلکې هڅه کوي په خوندي چاپېریال کې پاتې شي او د شرایطو له برابرېدو سره بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي. نوموړې له دولتونو او مرستندویو ادارو غوښتي چې د خطرونو په اړه پوهاوي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت، د اوبو د سرچینو او نورو اړینو خدمتونو په برخه کې بیړنۍ او اوږدمهاله پانګونه زیاته کړي.
د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلونونو افغان کارپوه عزتالله صدیقي ویلي، افغانستان د طبیعي پېښو له جدي ګواښ سره مخ دی او د اقلیم بدلون موضوع باید یوازې د سیاسي بحث په توګه ونه کتل شي. د هغه په وینا، دا د افغانانو بشري حق دی چې د اقلیم بدلون په نړیوالو بحثونو کې خپل غږ پورته کړي.
په همدې تړاو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې نږدې ۱.۲۹ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې شاوخوا ۴۳ سلنه یې په جبري ډول ایستل شوي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي برونو لومارکي په وینا، د ۲۰۲۳ کال له درېیمې ربعې راهیسې ټولټال ۶.۷ میلیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام اټکل کوي چې مخ پر ودې هېوادونه به تر ۲۰۳۵ کال پورې د اقلیم له بدلون سره د عیارېدو لپاره هر کال له ۳۱۰ تر ۳۶۵ میلیاردو ډالرو پانګونې ته اړتیا ولري. خو په ۲۰۲۳ کال کې د دې برخې نړیواله عامه مالي مرسته یوازې ۲۶ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې وه.