د ټولیز امنیت تړون غړي د افغانستان امنیتي وضعیت څاري؛ روسي پلاوی کابل ته راځي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د ټولیز امنیت تړون ټولنې غړي هېوادونه د افغانستان امنیتي وضعیت له نږدې څاري، څو د خپلو بهرنیو پولو د امنیت د پیاوړتیا لپاره لازم ګامونه وارزوي.
پوتین دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په کرملین کې د ټولیز امنیت تړون ټولنې د ډلهییز امنیت شورا په غونډه کې کړې دي. د نوموړي په وینا، په افغانستان کې وروستیو بدلونونو د دې ټولنې د غړو هېوادونو پام ځان ته اړولی دی.
د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي د راپور له مخې، د ټولیز امنیت تړون ټولنې عمومي منشي هم تر دې وړاندې ویلي وو چې له پولې هاخوا ګواښونو سره مبارزه د سیمهییز امنیت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
د هغه په وینا، د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د امنیت د پیاوړتیا لپاره د پروګرام پلي کول هم د دې ټولنې په لومړیتوبونو کې شامل دي. سرچینې د دغه پروګرام د عملي څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
بل لور ته، ټاکل شوې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک د پنجشنبې په ورځ، د نومبر پر ۱۲مه، د یوه لوړپوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ضیا احمد تکل ویلي، د سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او پر ګډو اقتصادي پروژو خبرې دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د روسیې یو شمېر پانګوال او د خصوصي سکټور استازي به هم له دغه پلاوي سره کابل ته راشي. د سفر د اجنډا او احتمالي پایلو په اړه تر دې دمه نور معلومات نه دي خپاره شوي.