افغانستان او ازبکستان د مالدارۍ ګډو همکاریو ته د پراختیا زمینه برابروي

افغانستان او ازبکستان د مالدارۍ، د څارویو د نسل اصلاح او د تخنیکي تجربو د شریکولو په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراخولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.
د ازبکستان دولتي خبري اژانس «ازا» راپور ورکړی، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني په مشرۍ افغان پلاوي دغه موضوع د ازبکستان د مالدارۍ او څړځایونو د پراختیا ادارې له چارواکو سره په لیدنه کې څېړلې ده.
دواړو لوریو د مالدارۍ په برخه کې د ازبکستان د تجربو د کارولو، د څارویو د نسلونو د ښه والي او د نوې ټکنالوژۍ د معرفي کولو پر لارو چارو خبرې کړې دي. د اصلاح شویو څارویو د سوداګرۍ پراختیا هم د دې بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وه.
د راپور له مخې، ازبکستان وړاندیز کړی چې د ایران له لارې افغانستان ته د اصلاح شویو څارویو د لېږد او ترانزیټ اجازه ورکړي. د دغه وړاندیز عملي کېدل کولای شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د څارویو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي؛ خو د دې بهیر د عملي کېدو څرنګوالی په راپور کې نه دی روښانه شوی.
په لیدنه کې پرېکړه شوې چې افغان متخصصانو ته به د غواوو د نسل اصلاح او مصنوعي القاح په برخو کې وړیا پرمختللي روزنیز پروګرامونه او عملي ورکشاپونه برابرېږي. دا روزنې به د تخنیکي پوهې د لېږد او د افغان کارپوهانو د ظرفیت لوړولو په موخه ترسره کېږي.
د خبرو په اجنډا کې افغانستان ته د اصلاح شویو څارویو برابرول، د لوړ جنیټیک ظرفیت لرونکو هګیو لېږد، د مالدارۍ د محصولاتو او څارویو د صادراتو او وارداتو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو شریکول هم شامل وو. د ازبکستان د راپور له مخې، دواړه خواوې غواړي په کرنې او مالدارۍ کې ګډ پروګرامونه پلي او دوهاړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي.