د امریکا فدرالي محکمې د افغانانو د ایستلو پلان تر لنډې مودې وځنډاوه

د امریکا یوې فدرالي محکمې د ډونلډ ټرمپ د ادارې هغه پلان موقتي درولی چې له مخې یې شاوخوا ۱۵۰ افغانان، چې یو شمېر یې د پخوانیو همکارو افغانانو خپلوان دي، افغانستان ته لېږل کېدل.
د نیویارک د سویلي حوزې قاضیې والري کاپروني د سې شنبې په ورځ حکم وکړ چې د روانې اوونۍ تر پایه هېڅ افغان افغانستان یا پاکستان ته نه شي استول کېدای. د محکمې پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو د دغو کسانو د احتمالي ستنولو پر وړاندې اندېښنې مطرح کړې.
د فرانس پرېس د راپور له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې مرستیال کرسټوفر جورج محکمې ته ویلي چې اوس مهال افغانستان یا پاکستان ته د افغانانو د لېږد لپاره نه د چارټر الوتنې او نه هم د سوداګریزو الوتنو کوم پروګرام جوړ یا تایید شوی دی.
امریکايي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړی و چې د ټرمپ ادارې د سختو کډوالۍ سیاستونو په چوکاټ کې به له ۱۵۰ څخه ډېر افغانان لومړی پاکستان او وروسته افغانستان ته ولېږدول شي. د افغانایواک ډلې په وینا، په دې ډله کې هغه کسان هم شامل دي چې خپلوان یې له ۲۰۲۱ کال مخکې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وړاندې، له امریکايي پوځ سره همکاري کړې وه.
د افغانایواک مشر شان وېنډایور ویلي چې د الوتنې د چمتو کېدو په اړه له راپورونو یوه اوونۍ وروسته حکومت محکمې ته وویل چې د داسې الوتنې پروګرام نشته. نوموړي ادعا کړې چې پخوانیو امریکايي سرتېرو، د کډوالو د حقونو فعالانو، د کانګرېس ۶۶ غړو او زرګونو امریکايي وګړو د دې الوتنې د درولو لپاره هڅې کړې دي.
د طالبانو حکومت هم د دغو افغانانو د احتمالي ایستلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له واک ته ستنېدو وروسته د عمومي عفوې اعلان کړی او ویلي یې دي چې له لوېدیځو حکومتونو او ځواکونو سره همکار شوي افغانان بېرته هېواد ته ستنېدای شي؛ خو ملګرو ملتونو د محاکمې پرته د وژنو، نیونو او نورو بشري حقونو د سرغړونو راپورونه ثبت کړي دي.
د کډوالو ملاتړي وايي، د پخوانیو همکارو افغانانو او د هغوی د کورنیو غړو ستنول ښايي د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړي. په ورته وخت کې، پاکستان د بېویزې افغان کډوالو د نیولو او بېرته لېږلو سیاست ته دوام ورکړی؛ هغه بهیر چې په تېرو کلونو کې یې میلیونونه افغانان افغانستان ته ستانه کړي دي. د کابل او اسلاماباد ترمنځ ترینګلې اړیکې او د تېر کال نښتو وضعیت لا پېچلی کړی دی.