د افغانستان کړکېچ د منځنۍ او سویلي آسیا د سوداګریزو دهلېزونو راتلونکی له خنډونو سره مخ کوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر وړاندې د پام وړ خنډ ګرځېدلی دی. د سیمې هېوادونه هڅه کوي له پاکستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، خو د دواړو ګاونډیو ترمنځ نښتو د دې پلانونو عملي کېدل له ناڅرګندتیا سره مخ کړي دي.
یوراشیانیټ په یوه راپور کې لیکلي چې قزاقستان تر دې مخکې له پاکستان سره د خپلې سوداګرۍ د کچې د لوړولو په اړه خوشبین و او غوښتل یې دغه کچه یو میلیارد ډالرو ته ورسوي. خو د نومبر پر لومړۍ نېټه په آستانه کې د ترسره شوې غونډې پر مهال د دواړو هېوادونو چارواکو د سوداګرۍ اوسنی ظرفیت شاوخوا ۶۴۵ میلیون ډالر اټکل کړی دی.
په دې غونډه کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین او د پاکستان د پانګونې وزیر قیصر احمد شیخ ګډون کړی و. د راپور له مخې، د سوداګریزو موخو او موجوده ظرفیت ترمنځ واټن ښيي چې د سیمهییزې سوداګرۍ پراختیا یوازې په سیاسي هوکړو نه، بلکې په خوندي او باوري ترانزیټي لارو هم تړلې ده.
ازبکستان هم پلان لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې له پاکستان سره د خپلې کلنۍ سوداګرۍ کچه دوه میلیارد ډالرو ته ورسوي. خو موجود معلومات د دې هدف د ترلاسه کولو په اړه ستونزې ښيي. د ۲۰۲۴ کال د سوداګریزو شمېرو له مخې، پاکستان ازبکستان ته د ۱۲۹ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي، په داسې حال کې چې ازبکستان پاکستان ته د ۲۵۷ میلیون ډالرو صادرات لرلي دي. د ۲۰۲۵ کال معلومات بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ په راکړه ورکړه کې د پام وړ بدلون نه ښيي.
یوراشیانیټ وايي، که څه هم د سیمې چارواکي په رسمي ناستو کې د افغانستان او پاکستان کړکېچ په محدوده توګه یادوي، خو د اسلاماباد او اسلامي امارت ترمنځ پوځي نښتې د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا د ورو کېدو له عواملو څخه بلل کېږي. د دغو کړکېچونو له امله د توکو د لېږد د لارو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې او په افغانستان او سیمه کې د بېثباتۍ د پراخېدو وېره هم مطرح شوې ده.
د افغانستان د ثبات په اړه د مسکو فرمټ د اکتوبر غونډه هم د کابل او اسلاماباد ترمنځ اختلافات څرګند کړل. غونډه د ترهګرۍ پر موضوع د اختلاف له کبله د ګډې اعلامیې له خپرولو پرته پای ته ورسېده. سره له دې، پاکستاني چارواکي د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د آزادو اوبو د لاسرسي لپاره د خپل هېواد د بندرونو پر ارزښت ټینګار کوي او دغه بندرونه د سیمهییزې سوداګرۍ ستراتیژیکې دروازې بولي. د سرچینې په ارزونه کې، د افغانستان او پاکستان د کړکېچ دوام د افغانستان د ټرانزیټي رول، د لارو امنیت او د سیمې د اقتصادي نښلېدو پر وړاندې لا زیاتې ستونزې رامنځته کولی شي.