اسلامي امارت: افغانستان ته د امریکا د سفر خبرداری بېبنسټه دی

د افغانستان اسلامي امارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه پرېکړه بېبنسټه بللې چې افغانستان یې د سفر د خبرداري د څلورمې کچې په نوملړ کې شامل کړی دی. دغه وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، په افغانستان کې بهرنیو وګړو ته کوم ګواښ نه دی متوجه. نوموړي ټینګار کړی چې هره ورځ د بېلابېلو هېوادونو سیلانیان، ډیپلوماټان، خبریالان او سوداګر افغانستان ته سفر کوي.
مجاهد زیاته کړې چې اسلامي امارت، د امریکا په ګډون، له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې لري. د هغه په وینا، امنیتي ځواکونه د بهرنیو وګړو او له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو لرونکو کسانو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي، د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اندېښنې لاملونه به وڅېړل شي؛ خو د اسلامي امارت له نظره په افغانستان کې هېڅوک له داسې ګواښ سره نه دي مخ چې د سفر عمومي خبرداری پرې ولاړ وي.
د کابل دغه غبرګون وروسته له هغې څرګند شوی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت افغانستان د ۲۲ نورو هېوادونو ترڅنګ د سفر د خبرداري په څلورمه کچه کې شامل کړ. په دې کچه کې له امریکايي وګړو غوښتل کېږي چې یادو هېوادونو ته سفر ونه کړي.