په خیبرپښتونخوا کې افغان کډوال د شپنیو چاپو او اخراجونو له زیاتېدو اندېښمن دي

له خیبرپښتونخوا څخه تازه ایستل شوي افغان کډوال وايي، په دغه ایالت کې د ګورنر راج له نافذېدو وروسته د دوی پر وړاندې د پولیسو چاپې، نیونې او د افغانستان ته د ستنولو بهیر چټک شوی دی. د کډوالو د شورا استازي بیا وایي چې افغان کورنۍ له سختې اندېښنې سره مخ دي، خو د پراخو عملیاتو کچه لا روښانه نه ده.
محمدګل، چې د تېر اکټوبر په ۲۶مه له خیبرپښتونخوا ایستل شوی، ازادي راډیو ته ویلي چې له ګورنر راج وروسته پولیس او رینجر ځواکونه د شپې په ناوخته ساعتونو کې د افغانانو کورونو ته ورتلل. د هغه په وینا، د ورځې وضعیت په پرتله د شپې چاپې ډېرې وې او د نیونو له امله د کډوالو ژوند سخت شوی دی.
بل ستانه شوی افغان، نورالله، ویلي چې کورنۍ یې مخکې په پنجاب کې اوسېده، خو هلته د فشارونو له زیاتېدو وروسته خیبرپښتونخوا ته تللې وه. نوموړي ادعا کړې چې په نوي ځای کې هم د کډوالو د نیولو او ډیپورټ بهیر تېز شو او دی خپله هم په دې وروستیو کې افغانستان ته ستنول شوی دی.
د ډان ورځپاڼې د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پاکستاني ادارې د افغان کډوالو د پېژندلو او بېرته ستنولو لپاره د پراخو عملیاتو تیاری نیسي. د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې دغه عملیات د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته پیل شي؛ هغه مهال چې افغان کډوالو ته د خپلې خوښې ستنېدو ورکړل شوی مهلت پای ته رسېدلی و.
په راپور کې ویل شوي چې د عملیاتو لپاره ۱۲۰ ځانګړې ډلې جوړې شوې دي. پنځوس ډلې به په ښارونو او ۷۰ نورې به په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي. پولیس، امنیتي ځواکونه، فدرالي استخباراتي ادارې او د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو اداره به په دغو هڅو کې ونډه ولري. خو د خیبرپښتونخوا د افغان کډوالو د سرتاسري شورا مسوول بریالي میاخیل ویلي چې تر اوسه په پراخه کچه عملیات نه دي پیل شوي.
میاخیل ویلي چې د نومبر په لومړۍ نېټه په سوات کې د افغانانو د نیولو اقدام شوی، خو په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له نښتې وروسته هغه کسان چې د ډیپورټ لپاره د پولې پر لور لېږدول شوي وو، بېرته د پېښور زندانونو ته انتقال شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر تر ۱۷مې شاوخوا ۲.۷۴ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه اداره خبرداری ورکوي چې پراخې ستنېدنې د افغانستان پر کمزوري اقتصاد او د کار پر بازار فشار زیاتوي؛ ډېری راستنې شوې کورنۍ لږې یا هېڅ شتمنۍ نه لري او د سرپنا، اوبو، خوړو، روغتیايي خدمتونو او اسنادو له کمښت سره مخ دي. د همدې ادارې په وینا، لا هم شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانان په پاکستان کې مېشت دي.