د ځانګړو ځواکونو زر کمانډويان فارغ شول؛ مجاهد د امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ

د دفاع وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو له شپږ میاشتنیو مسلکي، عقیدوي او کمانډويي زدهکړو وروسته زر تنه ځوان کمانډويان فارغ شول. د فراغت مراسم د یو لړ ځانګړو پروګرامونو په ترڅ کې ترسره شول.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا کسان د ځانګړو ځواکونو د فرقې د روزنیز پروګرام د اتمې دورې ګډونوال وو. په مراسمو کې د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب «مجاهد»، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین «حقاني»، د کابینې یو شمېر غړو، بهرنیو سفیرانو، نظامي اتشو، ځانګړو استازو او نورو چارواکو ګډون کړی و.
دفاع وزیر په خپله وینا کې وویل، په افغانستان کې یو واحد مرکزي نظام شتون لري او د ده په خبره، داسې کومه ډله نشته چې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي او د ناامنۍ رامنځته کولو اجازه به هم ورنه کړل شي. هغه له نوو فارغو شوو ځواکونو وغوښتل چې خپل خدمت د الله تعالی د رضا لپاره ترسره کړي.
مجاهد د هېواد خلکو ته د ډاډ ورکولو په ترڅ کې وویل، دغه ځواکونه به د خلکو د سر، مال او هېواد د دفاع لپاره په مېړانه او تدبیر کار وکړي. هغه بهرنیو هېوادونو ته هم وویل چې افغانستان خوندي دی او د ده په وینا، په داخل او بهر کې داسې دښمن نشته چې نورو ته ګواښ متوجه کړي.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په خپلو څرګندونو کې وویل، افغانستان له شاوخوا نیمې پېړۍ وروسته منظم پوځ او امنیتي ځواکونه لري. هغه فارغو شوو ځواکونو ته وویل چې د ده په باور دوی نمایشي اردو نه، بلکې منظمه او خپلواکه اردو ده چې د خپلې خاورې دفاع کوي.
حقاني له ځواکونو وغوښتل چې په نظامي چارو کې له احساساتي چلند ډډه وکړي، لوړه روحیه وساتي او د دښمن پر وړاندې په مناسب وخت کې غبرګون وښيي. هغه زیاته کړه چې دوی د نورو لپاره ګواښ نه، بلکې د خپلې خاورې مدافعین دي.
د مراسمو پر مهال فارغو شوو کمانډويانو د هوايي ځواک په ملتیا عملي تمرینونه ترسره کړل او د بېلابېلو ډولونو هوايي بېپیلوټه الوتکو په وسیله یې مانورونه وړاندې کړل. غونډه فارغانو ته د بریلیکونو په وېشلو پای ته ورسېده.