متقي او کابلوف د افغانستان ـ روسیې پر اړیکو او سوداګرۍ خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس حافظ احمد تکل پر اېکسپاڼه ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، د سوداګریزو فرصتونو د اغېزمنې کارونې موضوع هم وڅېړل شوه.
د وزارت په خبرپاڼه کې د متقي له قوله ویل شوي، چې له روسیې سره د اړیکو پراختیا د افغانستان لپاره مهمه ده. هغه ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د متقابلو ګټو پر بنسټ له موجودو اقتصادي او سوداګریزو امکاناتو استفاده وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، کابلوف په افغانستان کې وروستي پرمختګونه ستایلي او د نشهيي توکو پر وړاندې یې د اسلامي امارت هڅې د پام وړ بللې دي. نوموړي همداراز ویلي چې د دې مبارزې په اړه د ځینو نړیوالو ادارو راپورونه له واقعیتونو سره بشپړ سمون نه لري.
متقي ویلي چې اسلامي امارت د نشهيي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر ضد جدي او دوامدارې مبارزې ته ژمن دی. د هغه په وینا، په دې برخه کې ترسره کېدونکې هڅې یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره اهمیت لري.