د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاګترزبیح الله حسن

د ډاګترزبیح الله حسن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

دلته بلبلودي اغوستې د ویر تورې جامې
  دګل په سرو وینو لړلی بهار چیرته یوسم

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

23 خپاره شوي شعرونه

دویرتورې جامېبشپړ شعر ولولئ

دویرتورې جامې

ډاګترزبیح الله حسن

په بڼونا ست دتا دلا رې غبار چیرته یوسم
  زه د لیمو نه د وصال انتظارچیرته یوسم 


 دلته بلبلودي اغوستې د ویر تورې جامې
  دګل په سرو وینو لړلی بهار چیرته یوسم 


 کندې کپرې مې ځواني کړه په پردي وطن کې
  د ځوانیمرګو ارمانونو انبارچیرته یوسم 


 زمونږ په کلې کې اوسیږي دخندا خریدار
 دزړه تڼاکو کې ټومبلی پرهارچیرته یوسم 


 یوځلې بیا شه را په غاړه زما تار تار ګریوانه     
     له تا نه پرته مې داوښکو کتار چیرته یوسم 


 زمونږ دوینو د سیندونو طغیاني  شوې څپې
 دبې نوا افغان دوینو ابشار چیرته یوسم 


 دلته وحشت دي کاڼه کړي داحساس غوږونه
 زه دفکرو دزولنو شرنګهارچیرته یوسم 


 حسنه  را به وړم له غمه  درته  ډکه جولۍ
 خو ستا له زړه نه تر هیدلی قرارچیرته یوسم 

دکفن جامېبشپړ شعر ولولئ

دکفن جامې

ډاګترزبیح الله حسن

 

تږی دکلویم مــــــــــادتـــــــــاک رګـــــــــو تــــــه ور ولــــــــه
نــــــــن مـــــــې يـــــــــــــې دسترګو دخمارپیا لو ته ور وله
 

نوره دانصاف تمه له چــــــــا نـــــــــه دلتـــــه نـــــــــه لـــــــرم
زما د ارمانو قاتل د وخــــــــــــت کــــــــــړوتــــــــــه ور وله
 

وریت مې شونظر دانتظارپه اورکې ټـــــــــــولـــــــه شپــه
داشوګیــــــــــــر وهـــــــــلی دلیمــــــــــوزانــــګوته ور وله
 

پَیل شي جنګونه لـــــــــــــه شکــــــــــــست داستدلال سره
دادوینو تږي د منطق چــــــــینو تـــــــــــــه ور ولـــــــــــــــــه
 

واغوستې ارمان مي دکفن جــــــــامې لحــــــدتــــــــه ځي
اوس خــــــــو مــــــــــي بیلتونــه دسپین مخ کتوته ور وله
 

ستادسخاوت لمن که ډکه بــــــــیابــــــــــــانـــــــــــــــــه وي
زما لیونی عشق دبړبوکو نغـــــــــــمو تـــــــــه ور ولـــــــــه
 

سا ئې چې لږلنــــــډه دســــــــرکښــــــوخنـــــــداګــانوشي
کله خو ظالم هــــــــم دمظلــــــــوم سلـــــګو تـــــــــه ور وله
 

پریږده چې په غلا ترې نه یو څــــــو مچکې جیب ته کړي
دا پتنګ نظر مې د ر خســـــــــار لمبــــــــو تــــــه ور ولــــه
 

غواړم چې لږ تیرې خـــــــــاطــرې پـــــه زړه کـــــــــې وچـڼم
لږ خــــــــومـــــــــې قسمته د فرصت شېبو تــــــــه ور ولـــه
 

مړاوﺉ کــــــړ خـــــزان د پــــــــــــر دیسۍ ( حسنه ) زړه دتا
لږ يې د وطـــــــن د پـــــــــسرلــــــــي وږمـــــو تــــــه ور وله

د ارزوګانوپنډبشپړ شعر ولولئ

د ارزوګانوپنډ

ډاګترزبیح الله حسن

هــــــــــوش مې،دمیني دشرابو په پیاله کې پروت دی
چې مــې یاغي تندی ښکلا ته په سجده کې پروت دی


مونـــــــږ جـــــــوړو دژونـــــــــــدتصویر دحادثو له رنګو
چې لا تر اوس ئې ښایست پــــــــه تماشه کې پروت دی


لکه چې لمر د وریځو څڼې پخپـــــل مـــخ خـــورې کړي
داسي دې سپین جبین دزلــفو په تیاره کې پـــروت دی


پام دښکلا مطربه کړه ګوتې دې ستـــــــــړې نــــــه شــي
ډیر زر وبم مې لا دمیني پــــــــه نغمه کـــــــې پروت دی


لا مې شو زیات ور سره شــــــــوق دمیخوري زاهـــــــده
څومره فساد دې ګنهګاره په تو به کــــــــــې پــروت دی


خدای خبر زړه دی چې چغیږي او ټــــوپـــــونـــــه وهـــي
که نیم بسمل مې په کوکارو په سینه کې پــــــروت دی


پښتون غرور مې لګولی دی په شــــــونـــــــــډومــــــهر
کنه یو پڼډ دارزو ګانـــــومې په زړه کې پـــــــــروت دی


ډیر کــــــړلیــــچــونــــــه د ي حسنه د ژوندون په لا رکې
لا خـــو زړه چاودی تجسس په دې کیسه کې پروت دی

ښکلامروتبشپړ شعر ولولئ

ښکلامروت

ډاګترزبیح الله حسن

په هغو ستــــرګــــــو کـــې خمار دالفت پاتي نه شو
ځواني ورځه  اوس دلغــزش ضرورت پاتي نـه شو 


دنظر ژبــــې ئې کیـــــــــسې کــــړې یو پر بله پـــسې
ګلابي شونډو ته ئې ځکه فرصــــت  پاتي نـه شـــو 


داسې عادت کړمه قـــــفس دخلوتــــونــــــــو ســـــره
 چې په وزرو کې مې شوق د الوت پاتي نــــــــه شو


چې ئې هوا پلو اوچت کړي مخ په څـــڼـوکـــړي پټ
په دې مالت  کې د ښکلا  مروت   پـــــاتـــي نه شـو


چې مو تـــر منځ شــــول دبــیلتون دکنګلونو غرونه
دا مـــــو پـــــه  مینه کــې  هغه  حرارت  پاتي نه شـو


مونږ چې لمنې کړې داغـــونـــوتـــه خـــــورې حسنه
دمحبت  په  لاله زار  کې  تهمت  پـــــاتــــي نــه شـو

دخوشبو کارونبشپړ شعر ولولئ

دخوشبو کارون

ډاګترزبیح الله حسن

راوله دشونډو د پــــــیـــالـــــــــــو کـــــاروان
تـــــــږی دی ساقــــــي دلیـــونو کــــــــــاروان

شونډې به پانوس کړم ورتــــــــه راچې شي
ستــــــــا دمــــــــــخ دشمعودلمبـــوکاروان

بـــــلې مــــــې پــه وینو دي ډیوې ورتـــــــه
پروت مې په زړګي دی د تیا روکــــــاروان

اورم د بــــلبــــل زړه د نـــــغـــمــــو جــــــرس
راغـــــلی دزلفــــانــــو دوږمـــــــــو کاروان

یا چا په سپوږمۍ کــــې روح پوه کړی دی
یــــــــــا دی دجـــــانــــــان د پلوشو کاروان

شیــــنــــدي پـرې خالونه پښتنې پیغلې
خوست ته چې تیریږي دشعرو* کاروان

زمـــــــاد زړه د مـــرانـــــدو په تارونو کې
واړول دڅـــــړیـــکو دنـــــغـــمــــو کاروان

راز د محبــــــــت بــــــه څنـــــــګه ساتـــمه
چــــــا رایـــــسار کـــــړی دخوشبوکاروان

لوټ کړې په غــــــــدۍ دخنــــــدا ربه نور
دا دشپې په دشت کې دسلــــګو کاروان

شرنګ دی دجرس( حسنه) پــــــورته شه
را ئې غلی په لیچو د بنګړو کــــــــاروان

*رنګین خیال شاعر ښاغلي پیر محمد کا رون ته اشاره ده

معمابشپړ شعر ولولئ

معما

ډاګترزبیح الله حسن

مسکی شي لکه ګل چې داشنا غیږ ته ور ځم              زه پرخه له خوښي شم په ژړاغیږ ته ور ځم

مین کــــــه ګنهګار وي دګــــــــنا غیږ ته ور ځم                 ورځم لکه بړ بوکه  په  نڅاغیږ ته ور ځم

پیغام د اداګانوئې چې لولــــــــــم په ککو کې                لفظونه شي بې وسه دمعنا غیږ ته ور ځم

هرڅوکه دحالاتو له ګرداب ســــاحل ته وزم                 بیا هم لکه موجونه د دریا غیږ ته ور ځم

مفهوم دزنـــــــدګي پسې چې ګـــرزمه حسنه               معنا شي رانه ورکه د معما غیږ ته ور ځم

مړې تلوسېبشپړ شعر ولولئ

مړې تلوسې

ډاګترزبیح الله حسن

خـار دانتظــــــاردې ددیــــــدارلمــــــن کــــې ونغـــــاړه
زمـــــادزړه تڼاکـــــې دانګـــــــارلمــــــن کــــــې ونغاړه


پریــــــــږده چې نور ډوبي دحسرت په سمندر کې شي

هیلې مـــــې داوښــــــکـــــو د ابشــــار لمن کې ونغاړه


خدای کــــه ئې په زور سره ظالمه ځان ته ټیټ کاندې

دا ســــــرکښـــــه ســـــر زمــــا د دار لمــــــن کې ونغاړه

شال که پرې د پیـــغلو پاڼــــــو نه غوړه وې زما په زړه

دا لــــــه غمــــــه تــــــور بــــــورا دخار لمــن کې ونغاړه

راشــــــه پسرلــــــیه چـــــې وږمــــــې دعنبرینـــــي شي

یوه یــــــوه دزلفـــــــانــــــو دعطار لمـن کــــې ونغــــاړه

دلـــــته لـــــه غــــــوږو نـــــه د الفت پردې شلیدلي دي

دا سوې زغمي نغمـــــــې د تــــار لمــــــن کــــې ونغاړه

راشه شیخـــــــه راشه بســـــــم الله کـــړه جام در ونیسه

زهد دریا دې دخمـــــــار لــــــــــمن کــــــــــې ونـــــــغاړه

ځه ورځــــــــه حسَنــــه تــــــــه غلط چـــــــم ته راغلی ئې

مړې تلوسې ټولې د مزار لـــــــــــمن کـــــــــې ونــــغاړه

مات وزريبشپړ شعر ولولئ

مات وزري

ډاګترزبیح الله حسن

دعشق په لوړو او ژورو با ندې څوک پـــــــــوهیـــــــږي ؟
دښایستوړ په منترو بــــــــانــــــــدې څـــــوک پوهیــــږي؟


په کوم کړنګ کې به ر ا پریوزو کــــــــــه بـــــــــه ورسیـږو
په مقدر دمات وزرو باندې څــــــــــوک پـــــــــوهیـــــږي؟
 

لکه صیاد دجال لمن کې خیــــــــراتــــــونـــــــــه ویشــــــي
په نیرنګو د زور ورو باندې څـــــــــوک پــــــــوهیـــــــږي؟
 

هسې بې ذوقو ته بې ځــــــــا یـــــــه اوښــــــــکې مه څڅوه
دلته په دام دملغلرو بـــانـــدې څوک پــــــــــوهیـــــــــږي؟
 

زړه به پتنګ ته ویلوې په محـــــــــبت کـــــــې شمــــــــعې
دلته په زړونو دډبرو بـــــــــانـــــــدې څــــــــوک پوهیږي؟
 

اغیارو، مونږخو یو وجــــــــــــــــود دپښتنو پــــیژنـــــــــو
ستاسې په لرو او په برو باندې څــــــــوک پـــوهیــــــږي؟
 

وخت در ګنـــــــډلــــــــې دي حسنه پـــــــــه اغزیو شونډې
ستا په زګیروي زګیروي خبروباندې څـــــوک پوهیږي؟

ډکه له سرو میوپیالهبشپړ شعر ولولئ

ډکه له سرو میوپیاله

ډاګترزبیح الله حسن

ډکه له سرو میو لیونیانــــــوتــــــــه را پـــــــاتې شوه
دادزړه پیاله مــــونـــــــــــږ شرابیانو ته را پا تې شوه

 

یو په ګیډه موړ پښتون پاړسواوبل اردو وائـــــــــي


دا خواره پښتو مونږ غریبانو ته را پــــــاتـــــــې شوه
 

وینه مو سرخي د ا ننګو دښــــــایستــــــوړ شـــــــــوه


څړیکه دزخمونو عــــــاشقانـــــــــو تــه را پا تې شوه
 

نـــورددین مین په خپل ابادملک کې سیاست کوي


دنــــــــد ه دجهــــــادبس افغانــــانــو ته را پا تې شوه
 

ټول محفل خالي شــــوه چې سهر سر راښکاره کړلو


شمع په ژړا مونږ پتنګانـــــو تـــــــه را پــــاتــــې شوه
 

بې لــــــه دې حسنه بــــــــه پـــــــــه څه د زړه پټۍ کوړ


سره وینه مرهمه مونږ زخمیانــــوتـــــه را پا تې شوه

دنظر جرګېبشپړ شعر ولولئ

دنظر جرګې

ډاګترزبیح الله حسن

په رګوکې به مې سیند دلمبو نه وای

بېباکي که ستا دشوخو کتونه وای

پردي کړي به بندیز ؤ که په منځ کې

تګ راتګ مو دنظر د جرګو نه وای

دعشق غم به مې رټلی ؤ له زړه نه

که مطرب مې دسلګو دنغمونه وای

ایرې کړي به لمبو وه دبارودو

 که سایه په پښتونخوا دشملونه وای

ترکه کړې به مې وخته وه زاهده

 که اثر په میخوري دتوبونه وای 

ترهیدلې به دعشق له بوړ بو کو وې

 که یرغل مې په جذبو دغمزونه وای 

دلغزش به مې واعظه بیا خطر ؤ

مسلمان که په مذهب د پښتون وای

کیف د وصل به له ژوند نه وم ایستلی 

که مې ویره دبیلتون دراتلونه وای

په تیاره کې به دعقل( حسن) ورک ؤ

که رڼا پرې درخسار دډیوو نه وای