افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
معما
مسکی شي لکه ګل چې داشنا غیږ ته ور ځم زه پرخه له خوښي شم په ژړاغیږ ته ور ځم
مین کــــــه ګنهګار وي دګــــــــنا غیږ ته ور ځم ورځم لکه بړ بوکه په نڅاغیږ ته ور ځم
پیغام د اداګانوئې چې لولــــــــــم په ککو کې لفظونه شي بې وسه دمعنا غیږ ته ور ځم
هرڅوکه دحالاتو له ګرداب ســــاحل ته وزم بیا هم لکه موجونه د دریا غیږ ته ور ځم
مفهوم دزنـــــــدګي پسې چې ګـــرزمه حسنه معنا شي رانه ورکه د معما غیږ ته ور ځم