افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
دویرتورې جامې
په بڼونا ست دتا دلا رې غبار چیرته یوسم
زه د لیمو نه د وصال انتظارچیرته یوسم
دلته بلبلودي اغوستې د ویر تورې جامې
دګل په سرو وینو لړلی بهار چیرته یوسم
کندې کپرې مې ځواني کړه په پردي وطن کې
د ځوانیمرګو ارمانونو انبارچیرته یوسم
زمونږ په کلې کې اوسیږي دخندا خریدار
دزړه تڼاکو کې ټومبلی پرهارچیرته یوسم
یوځلې بیا شه را په غاړه زما تار تار ګریوانه
له تا نه پرته مې داوښکو کتار چیرته یوسم
زمونږ دوینو د سیندونو طغیاني شوې څپې
دبې نوا افغان دوینو ابشار چیرته یوسم
دلته وحشت دي کاڼه کړي داحساس غوږونه
زه دفکرو دزولنو شرنګهارچیرته یوسم
حسنه را به وړم له غمه درته ډکه جولۍ
خو ستا له زړه نه تر هیدلی قرارچیرته یوسم