د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ډاګترزبیح الله حسن شعرونه

د ارزوګانوپنډ

هــــــــــوش مې،دمیني دشرابو په پیاله کې پروت دی
چې مــې یاغي تندی ښکلا ته په سجده کې پروت دی


مونـــــــږ جـــــــوړو دژونـــــــــــدتصویر دحادثو له رنګو
چې لا تر اوس ئې ښایست پــــــــه تماشه کې پروت دی


لکه چې لمر د وریځو څڼې پخپـــــل مـــخ خـــورې کړي
داسي دې سپین جبین دزلــفو په تیاره کې پـــروت دی


پام دښکلا مطربه کړه ګوتې دې ستـــــــــړې نــــــه شــي
ډیر زر وبم مې لا دمیني پــــــــه نغمه کـــــــې پروت دی


لا مې شو زیات ور سره شــــــــوق دمیخوري زاهـــــــده
څومره فساد دې ګنهګاره په تو به کــــــــــې پــروت دی


خدای خبر زړه دی چې چغیږي او ټــــوپـــــونـــــه وهـــي
که نیم بسمل مې په کوکارو په سینه کې پــــــروت دی


پښتون غرور مې لګولی دی په شــــــونـــــــــډومــــــهر
کنه یو پڼډ دارزو ګانـــــومې په زړه کې پـــــــــروت دی


ډیر کــــــړلیــــچــونــــــه د ي حسنه د ژوندون په لا رکې
لا خـــو زړه چاودی تجسس په دې کیسه کې پروت دی

د شاعر نور شعرونه ←