افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
دنظر جرګې
په رګوکې به مې سیند دلمبو نه وای
بېباکي که ستا دشوخو کتونه وای
پردي کړي به بندیز ؤ که په منځ کې
تګ راتګ مو دنظر د جرګو نه وای
دعشق غم به مې رټلی ؤ له زړه نه
که مطرب مې دسلګو دنغمونه وای
ایرې کړي به لمبو وه دبارودو
که سایه په پښتونخوا دشملونه وای
ترکه کړې به مې وخته وه زاهده
که اثر په میخوري دتوبونه وای
ترهیدلې به دعشق له بوړ بو کو وې
که یرغل مې په جذبو دغمزونه وای
دلغزش به مې واعظه بیا خطر ؤ
مسلمان که په مذهب د پښتون وای
کیف د وصل به له ژوند نه وم ایستلی
که مې ویره دبیلتون دراتلونه وای
په تیاره کې به دعقل( حسن) ورک ؤ
که رڼا پرې درخسار دډیوو نه وای