د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

میرویس میرخیل

د میرویس میرخیل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

چې نسیم د پسرلي وای سره ګلــونـــــــــــــــه

هره خوا وای د بـــــلبلــــــــــو آوازونـــــــــــــــــه

شین آسمان وای همیشه صافه فضــــــــا وای

سرسبزي وای شادابي وای چمنــــــــونـــــــه

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

14 خپاره شوي شعرونه

افغانستانیانو تهبشپړ شعر ولولئ

افغانستانیانو ته

میرویس میرخیل

چې افـــــغان تـــه بد او رد وایي غـــــلام دی

سر یی ټیټ دی مخ یی تور دی او بد نام دی

د افـــغان ملت دښمــن دی چې هر څوک دی

که ملـــحد دی یا پیــــرو که د اســـــــلام دی

هم مــزدور دی هم نوکــر دی هم چاکــر دی

کـه رهـبـــر دی کـه عامي دی کـه امــام دی

د پردیــــو په ډوډی چې وي لــــوی شـــوی

لاس په نــوم ولاړ بــادار تــه د احـــکام دی

چې افغان سره ( ستاني ) پسوند تړي څوک

دغـــــه غــــچ دی د پردیــــو انتـــــــقام دی

د ملت د پیــــوستـــون مخــــه چې نیســــي

ډیر جاهــل دی ډیر ناپـــوه عـقل یی خام دی

تل خـــــواص د مــــنافـــــقو دوه مخـــي ده

په یو لاس کې یی تسبیح په بل کې جام دی

دا تاریـــــخ ده د افــــغان ثابتـــــــه کــــړې

چې خـــأین وي خپل ملـت ته، تل نا کــام دی

یو حدیث د خدای رســول دی چې فرمایــي

چې جاهل وي زما هغـــه چا ته ســــلام دی

جفاکاره دلربابشپړ شعر ولولئ

جفاکاره دلربا

میرویس میرخیل

ماته دې په برخه بې حسابه ډیر غمونه کړل
ورک په تورو شپو کې دې زما خواږه خوبونه کړل
زه وم لکه شمعه سوځیدم دا ستا په مینه کې
تا لکه پتنګ زما شاوخواته اتڼونه کړل
ډکه له خوښۍ وه زموږ ښکلې دنیاګۍ د عشق؟
مړاوې دې بیرحمه زموږ دمینې زیړ ګلونه کړل
څه شوه ستا وعده هغه لفظونه او پیمان د عشق
تا خو زما غوږونو کې د مینې فریادونه کړل
لاړی بې پروا او د رقیب سره ملګرې شوې
زړه ته دې زما ډالۍغمونه او دردونه کړل
ډیره بیوفا وې جفاکارې دلربا زما!
خاورو سره خاورې دې زما ټول ارمانونه کړل
ور دې کړ ګذار میرویس میرخیل ته د زړګي په سر
یخ دې او خوشحاله ، د اغیارو پر ما زړونه کړل
د مینې تړونبشپړ شعر ولولئ

د مینې تړون

میرویس میرخیل

ما چـــــــــې له تا سره په مینه کې تړون کړیــــــــــــدی

ستا د وصال په طمع  طمع ما ژوندون کړیـــــــــــــدی

د یارانــې رسم او رواج ما تطبیق کړی په ځــــــــــــان

هر څه چـــــــې کړي ما د مینې په قانون کړیــــــــــــدي

په ښادي غم کې دې زه ځان یاره شریک ګــــــــــــــڼمه

ستا په ماتـــــم کې ای نګاره ما ګډون کړیـــــــــــــدی

سر مې په لاس کې دی نیولۍ سربازي مې کــــــــړې

د رقیبانو مقــــــــــــــابل کې ما پاڅون کړیــــــــــــــدی

ما هم نیولې د صحـــــــرا لاره په مینه کې ســــــــــــــتا

ما د مجنون په شاني هـــــم یاره جنون کـــــــــــــړیـدی

زما غرور د پښتونوالي تـــــــا مـــــــــــــات کړی يــاره

دا ستا په عشق کې ما زیږه پښتون بدلون کړیـــدی

نور په دیدن پسې دې زه میرویس ړندیږم یـــــــــــاره

ما په هر ځای کــــــــــــــــې فقط تا پسې لټون کړیدی

05/08/19

ښه کړل او ښه ويلبشپړ شعر ولولئ

ښه کړل او ښه ويل

میرویس میرخیل

دا دښه توپیر پدې وي له بـــــــــــــد نامه

چې پیرو وي ښه د رب له هر احکــــا مه

 

یوه نښه د ښه والي ښه ویــــــــــــــــل دي

سړیتوب د سړي ښکاري له کـــــــــلامه

 

ښه یی زړه وي ښه یی کړه او ښه ویل وي

اطاعت چې له قرآن کړي له اسلامــــــــه

 

که بدان هر څومره بد ورسره وکـــــــــړي

ښه به تیر شي له خپل غچ له انتقامــــــه

 

په سالم عقل به وړاندې شي نړی تـــــــه

چې روزنه له استاد کړي له امامـــــــــه

 

په نړی کې خاص او عام شته میرویس خانه

توپیریږي په څرګنده خاص له عا مـه

د يار په مينه کېبشپړ شعر ولولئ

د يار په مينه کې

میرویس میرخیل

ستا دیدن څومره په شوق بی صبرانه کړم

ستا قدم کې دواړه سترګې نذرانه کړم

تا چې وینم ټول غمونه رانه هیر شي

هر نظر دې بی له میو مستانه کړم

ستا د حسن په انګار یم سوځیدلۍ

ته یی شمعه زه دې ځان ته پروانه کړم

د مجنون او د فرهاد نوم به نور هیر شي

ستا له عشق نه چې زه جوړه افسانه کړم

ستا په مینه کې به تل غزلې لیکم

درته جوړه به د مینې ترانه کړم

د هر ناز د هر ادا اوصاف  د لیکم

ستا نازونو زه ځنځیر او زولانه کړم

د وردک میرویس میرخیل د وي دا ژمنه!

ځان قربان به ستا په عشق کې مردانه کړم

د مسافر د زړه فریادبشپړ شعر ولولئ

د مسافر د زړه فریاد

میرویس میرخیل

زه که مړ شم مسافر یـــــــــــم بــــــــــــــــی وطنه

نه مې کور شته نه مې ګور شــــته بې مدفنه

زما په مړي به څوک اوښکـــې تویې نکړي

په جرګه کې به مې ښـــــــــــــــخ کړي بې کفنه

په یو کنده کــــــــــــې به پروت یمه بی قدره

نه به شنـــــــــــــــــــاختې زما په قبر وي نه ونه

نـــــــه بـــــه نوم وي نه نښان او نه شهرت مې

نه به رحم د کافر وي نــــــــــه زړه ســـــــــــــونه

نه به یار وي نه غـــــــــــمخوار او نه ملګري

نه به شوخه دلــــــــــربــــــــــا وي کبــــــــــرجنه

انبارونه به د خــــــــــاورو پـــــــــر ما واوړي

له فانی دنیا به ټــــــولـــــــه کـــــــــــــــــړم لمنه

ارمــــــــانـــــــونــــــــه د وطن به په زړه یوسم

له وطن سره چې نــــــــــه شــــــــوه زما لیدنه

بوره مور به مــــــــــــې داغلې په زړګي شي

زمــــــــــــا پـــــــــــه غم  به تر ابده وي غمجنه

زه میرویس میرخیل وردک هم مسافر یم

ربه زمـــــــــــا کـــــــــــــړې لـه وطن سره کتنه

ستوکهلم سویډن

05/11/23

غم لړلۍ نصيببشپړ شعر ولولئ

غم لړلۍ نصيب

میرویس میرخیل

په سکروټو چې دغم خلکو سوځـــــیـــــږم

لکه شمعه په تدریج سره ویـــــــلــــیــــــــږم

زړه مې ډیر په بیرحمۍ دی رنځیدلــــــۍ

په ګریوان کې رڼه اوښکه یم څــــڅــــیږم

هیڅ طبیب مې د دردونو  پـــــیــــدا نشو

د نا سور پرهار په شان غــوندې شړیږم

ژوند زما فقط غمونو تـــــه وقف شوی

په مـــــــــزار د جــــــــنـــــــازو د غم بلیږم

چـــــې نصیب زما په غم دی لړل شوی

هـــمیشه په مایوسۍ  کې ترې کړیږم

زه میرویس چې د غمونو انډیوال یم  

مرګ زما به وي له غمه پری پوهیږم 

۲۰۰۴/۱۱/۰۴

ستوکهلم سویډ ن

پام چې رقیبه !!!بشپړ شعر ولولئ

پام چې رقیبه !!!

میرویس میرخیل

پام چې رقیبه سپک نـــــــــظــــــــــر ونــــــــکــړې

پدغه لاره بیا ګــــــــــــــــذ ر ونــــــــــــــکـــــــــــــړې

زما او یار تر منځ تـــــــــــړون شــــــــــویـــــــــــدی

کوښښ غمازه چـــــــــــې د شــــــــــــــــر ونــکړې

ما له نګار ســـــــــــــره پښتو کـــــــــــړیـــــــــــــده

بی ځایه هـــــــــڅـــــــــه پــــــــــــه زیـــور ونکړې

زما حریــــــــــم ته په درنه کاتـــــــــــــه کـــــــــــړه

پایدرازي دې له ټــــــــغــــــر ونــــــــــکـــــــــړې

پام چې دا ځاله د ښـــــــکـــــــاري عقاب ده!

دلته پرواز په مـات وزر ونـــــــــکـــــــــــــړې

د خپل حدود اربعه وپــــــــیـــــــــــژنـــــــــــــه

تیری لدې چوکاټ بــــــــهــــــــر ونــــــکړې

رقیبه ســــــــتـــــــــــــــا لوبې د اور سره دي

د مرګي لوبې پخپل سر ونــــــــــــکــــــړې

بریالیتوب چې ستا په بـــــــــرخـــــه ندی

د بري تمه بل ســـــــــحــــــــــــر ونــــــکـړې

چې د میرویس د یار مسکن وي پکې

کـــــــلـــــــي تـــــه زما د یار سفر ونکړې

۲۰۰۴/۰۸/۰۴ ستوکهلم سویډن

په بی وزلۍ کې صبربشپړ شعر ولولئ

په بی وزلۍ کې صبر

میرویس میرخیل

چې رازق د بنده ګانو کــــــــرده ګــــــــــار دی
حوصله صبر په فقر کې پــــــــکــــــــــــــار دی
 
په نیستۍ کې ناشکري خلکو ګـــــــــنــاه ده!
په خوارۍ چې قناعت کړي افـــــــــتـــخار دی
 
چې شاکر په هر حالت کې وي خپـــــل رب ته
دلوی رب د پیرزوینې ســــــــــــــــــــزاوار دی
 
صابرین په بی وزلۍ به بډایـــــــان شــــــــــي
خدای کریم دی مــــــهـــــربـــــانه او غفار دی
 
په مراد به یی هــوس آرمـــــــان رسیــــــږي
په سختۍ کې چې څوک رب ته وفادار دی
 
ثـــــمـــــــــــره ددې آزمــــــون د رب به ویني
په تیارو کې چې رڼا ته انـــــــتــــــــظار دی
 
نا شکران به په غضب د خدای ککــړ وي
چی صابر نه وي میرخیله خواروزار دی
 
۲۰۰۴/۱۲/۰۴   ستوکهلم سویډن
د بري يو څو شرطونهبشپړ شعر ولولئ

د بري يو څو شرطونه

میرویس میرخیل

په هدف که څوک کامياب غواړي کامل شي
 په کلک عظم او اراده به پرې نائيل شي
 چې د کار آغاز د رب په توکل کړي
 په ټولي د برياليو به شامل شي
 چې راسخ همت او عظم وي په کار کې
 بريالۍ به په هر کار باندې عاجل شي
 وي د پلار او مور دعا هم د بري شرط
 دعاګانې به د مور هم يو عامل شي
 بله پوهه دانايي په کار کې ښه ده
 څوک چې غواړي کاميابي بايد عاقل شي
 د بري بل شرط انصاف او صداقت دی
 ورسره که څوک په څنګ کې لږ عادل شي
 چې پر ځان باندې تطبيق پورته نکات کړي
 کاميابي به په هر کار ورته حاصل شي
 چې بری غواړي له نورو لارو چارو
 د هر کار برياليتوب به يی باطل شي
 وي ناکامه به په هر ګوټ او مکان کې
 که له يوه ګوټ څخه بل ګوټ ته ناقل شي
 چې بيړی د چا په بد نيت چليږي
 ايستاده به د بحرونو په ساحل شي