د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي میرویس میرخیل شعرونه

جفاکاره دلربا

ماته دې په برخه بې حسابه ډیر غمونه کړل
ورک په تورو شپو کې دې زما خواږه خوبونه کړل
زه وم لکه شمعه سوځیدم دا ستا په مینه کې
تا لکه پتنګ زما شاوخواته اتڼونه کړل
ډکه له خوښۍ وه زموږ ښکلې دنیاګۍ د عشق؟
مړاوې دې بیرحمه زموږ دمینې زیړ ګلونه کړل
څه شوه ستا وعده هغه لفظونه او پیمان د عشق
تا خو زما غوږونو کې د مینې فریادونه کړل
لاړی بې پروا او د رقیب سره ملګرې شوې
زړه ته دې زما ډالۍغمونه او دردونه کړل
ډیره بیوفا وې جفاکارې دلربا زما!
خاورو سره خاورې دې زما ټول ارمانونه کړل
ور دې کړ ګذار میرویس میرخیل ته د زړګي په سر
یخ دې او خوشحاله ، د اغیارو پر ما زړونه کړل
د شاعر نور شعرونه ←