د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي میرویس میرخیل شعرونه

د يار په مينه کې

ستا دیدن څومره په شوق بی صبرانه کړم

ستا قدم کې دواړه سترګې نذرانه کړم

تا چې وینم ټول غمونه رانه هیر شي

هر نظر دې بی له میو مستانه کړم

ستا د حسن په انګار یم سوځیدلۍ

ته یی شمعه زه دې ځان ته پروانه کړم

د مجنون او د فرهاد نوم به نور هیر شي

ستا له عشق نه چې زه جوړه افسانه کړم

ستا په مینه کې به تل غزلې لیکم

درته جوړه به د مینې ترانه کړم

د هر ناز د هر ادا اوصاف  د لیکم

ستا نازونو زه ځنځیر او زولانه کړم

د وردک میرویس میرخیل د وي دا ژمنه!

ځان قربان به ستا په عشق کې مردانه کړم

د شاعر نور شعرونه ←