د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي میرویس میرخیل شعرونه

د بري يو څو شرطونه

په هدف که څوک کامياب غواړي کامل شي
 په کلک عظم او اراده به پرې نائيل شي
 چې د کار آغاز د رب په توکل کړي
 په ټولي د برياليو به شامل شي
 چې راسخ همت او عظم وي په کار کې
 بريالۍ به په هر کار باندې عاجل شي
 وي د پلار او مور دعا هم د بري شرط
 دعاګانې به د مور هم يو عامل شي
 بله پوهه دانايي په کار کې ښه ده
 څوک چې غواړي کاميابي بايد عاقل شي
 د بري بل شرط انصاف او صداقت دی
 ورسره که څوک په څنګ کې لږ عادل شي
 چې پر ځان باندې تطبيق پورته نکات کړي
 کاميابي به په هر کار ورته حاصل شي
 چې بری غواړي له نورو لارو چارو
 د هر کار برياليتوب به يی باطل شي
 وي ناکامه به په هر ګوټ او مکان کې
 که له يوه ګوټ څخه بل ګوټ ته ناقل شي
 چې بيړی د چا په بد نيت چليږي
 ايستاده به د بحرونو په ساحل شي

د شاعر نور شعرونه ←