د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي میرویس میرخیل شعرونه

د مینې تړون

ما چـــــــــې له تا سره په مینه کې تړون کړیــــــــــــدی

ستا د وصال په طمع  طمع ما ژوندون کړیـــــــــــــدی

د یارانــې رسم او رواج ما تطبیق کړی په ځــــــــــــان

هر څه چـــــــې کړي ما د مینې په قانون کړیــــــــــــدي

په ښادي غم کې دې زه ځان یاره شریک ګــــــــــــــڼمه

ستا په ماتـــــم کې ای نګاره ما ګډون کړیـــــــــــــدی

سر مې په لاس کې دی نیولۍ سربازي مې کــــــــړې

د رقیبانو مقــــــــــــــابل کې ما پاڅون کړیــــــــــــــدی

ما هم نیولې د صحـــــــرا لاره په مینه کې ســــــــــــــتا

ما د مجنون په شاني هـــــم یاره جنون کـــــــــــــړیـدی

زما غرور د پښتونوالي تـــــــا مـــــــــــــات کړی يــاره

دا ستا په عشق کې ما زیږه پښتون بدلون کړیـــدی

نور په دیدن پسې دې زه میرویس ړندیږم یـــــــــــاره

ما په هر ځای کــــــــــــــــې فقط تا پسې لټون کړیدی

05/08/19

د شاعر نور شعرونه ←