د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي میرویس میرخیل شعرونه

افغانستانیانو ته

چې افـــــغان تـــه بد او رد وایي غـــــلام دی

سر یی ټیټ دی مخ یی تور دی او بد نام دی

د افـــغان ملت دښمــن دی چې هر څوک دی

که ملـــحد دی یا پیــــرو که د اســـــــلام دی

هم مــزدور دی هم نوکــر دی هم چاکــر دی

کـه رهـبـــر دی کـه عامي دی کـه امــام دی

د پردیــــو په ډوډی چې وي لــــوی شـــوی

لاس په نــوم ولاړ بــادار تــه د احـــکام دی

چې افغان سره ( ستاني ) پسوند تړي څوک

دغـــــه غــــچ دی د پردیــــو انتـــــــقام دی

د ملت د پیــــوستـــون مخــــه چې نیســــي

ډیر جاهــل دی ډیر ناپـــوه عـقل یی خام دی

تل خـــــواص د مــــنافـــــقو دوه مخـــي ده

په یو لاس کې یی تسبیح په بل کې جام دی

دا تاریـــــخ ده د افــــغان ثابتـــــــه کــــړې

چې خـــأین وي خپل ملـت ته، تل نا کــام دی

یو حدیث د خدای رســول دی چې فرمایــي

چې جاهل وي زما هغـــه چا ته ســــلام دی

د شاعر نور شعرونه ←