د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي میرویس میرخیل شعرونه

ښه کړل او ښه ويل

دا دښه توپیر پدې وي له بـــــــــــــد نامه

چې پیرو وي ښه د رب له هر احکــــا مه

 

یوه نښه د ښه والي ښه ویــــــــــــــــل دي

سړیتوب د سړي ښکاري له کـــــــــلامه

 

ښه یی زړه وي ښه یی کړه او ښه ویل وي

اطاعت چې له قرآن کړي له اسلامــــــــه

 

که بدان هر څومره بد ورسره وکـــــــــړي

ښه به تیر شي له خپل غچ له انتقامــــــه

 

په سالم عقل به وړاندې شي نړی تـــــــه

چې روزنه له استاد کړي له امامـــــــــه

 

په نړی کې خاص او عام شته میرویس خانه

توپیریږي په څرګنده خاص له عا مـه

د شاعر نور شعرونه ←