ملګرو ملتونو د راستنو شویو کډوالو د ملاتړ او افغانستان سره د همکاریو د پراخولو ژمنه وکړه

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې ځانګړې استازې رباب فاطمه وايي، دغه سازمان غواړي له افغانستان سره خپلې همکارۍ په بېلابېلو برخو کې پراخې کړي. نوموړې دا څرګندونې د ریاستالوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي.
په دې کتنه کې د بشري مرستو د همغږۍ، د راستنو شویو کډوالو د وضعیت او د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه خبرې شوې دي. دواړو لورو د میلیونونو راستنو شویو کسانو اړتیاوې او د هغوی د ستونزو د حل لپاره د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
رباب فاطمه افغانستان ته د خدمت کولو له فرصت څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه به د هېواد د اقتصادي ودې او آبادۍ لپاره خپلو پرمختیايي هڅو ته دوام ورکړي. هغې زیاته کړې چې د بشري مرستو ترڅنګ، د همکاریو د پراخولو په اجنډا کې د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت برابرول، د کار زمینه رامنځته کول او راستنو شویو کډوالو ته د مرستو رسول شامل دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د راستنېدنې بهیر مدیریت د افغانستان له مهمو ننګونو څخه بللی او د کډوالو د وضعیت د سمبالولو په برخه کې یې د اسلامي امارت د مسوولینو هڅې ستایلې دي.
عبدالسلام حنفي په دې لیدنه کې ویلي چې له اتو میلیونو ډېر کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي. نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت به د هغوی د ستونزو د هواري او د اړینو همکاریو د برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
حنفي له اړوندو ادارو غوښتي چې د راستنو شویو کډوالو د حقونو د ملاتړ، د کاري فرصتونو د برابرولو او د هغوی لپاره د سرپناه جوړولو په برخو کې لا ډېره همغږي او هڅې وکړي. د لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه له افغانستان سره د بشري همکاریو پراختیا او د راستنو شویو کسانو اړتیاوو ته رسېدنه وه.