د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صديق الله بدر

د صديق الله بدر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

صديق الله بدر د ارواښاد بهادرشاه زوى، په ۱۳۴۸ لمريز كال د ننګرهار ولايت د سره  رود  ولسوالۍ د بر سلطانپور په يوه روحاني كورنۍ كې زوكړى دى.
لومړنۍ زده كړې يې تر درېيم ټولګي پورې پخپل كلي كې او پاتې نورې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې تر لسم ټولګي پورې د كابل د سيدجمال الدين په لومړني ښوونځي، د پنځه سوه فاميليو ښوونځي، د خيرخانې او عمر شهيد په ليسو كې بشپړې كړې دي. تر هغه وروسته يې د مخابراتو په تربيوي مركز كې مسلكي زده كړوته مخه كړې او په ۱۳۷۰ لمريز كې دغه زده كړې يې د اقتصادي ستونزو له كبله، د وروستۍ ازموينې په درشل كې نيمګړې پاتې شوې او په نظامي برخو كې يې رسمي دندې ته مخه كړه. د۱۳۸۱لمريز په لومړيو كې يې تر ازموينې وروسته له نوموړي مركز څخه د راډيو او تلوېزيون له څانګې د څوارلسم ټولګي د فراغت سند تر لاسه كړ.
بدر له وړوكوالي له شعر او شاعرۍ سره مينه درلوده، خو لومړنى شعريې په اتلس كلنۍ په ۱۳۶۶ كال كې ليكلى دى، چې يو بيت يې دا دى.
د زړه وينه مې د هغو ګلو رنګ دى
په وږمو يې چې ناارام زړګى قرار شي
د لومړي شعر تر ليكلو وروسته مطبوعاتو ته يې مخه كړه او له هغه وخت نه تر اوسه ګڼ شعرونه، لنډې كيسې، په پښتو او دري ليكنې ( ادبي، څېړنېزې او سياسي) چاپ شوې دي.
بدر له ۱۳۸۱ نه تر اوسه پورې په كليد ګروپ كې په ژورناليستكي هڅو بوخت دى او د ۱۳۸۴ لمريز كال له نيمايي تر دې دمه پورې د كليد اوونيزې مسوول مدير دى. كليد اوونيزه يوه ټولنيزه، سياسي او خپلواكه اوونيزه ده، چې له كابل نه خپرېږي.
سربېره پر دې نوموړى په افغانستان كې د نړيوال ژورناليزم د مركز، د جنوبي اسيا يا سارك ټولنې د غړو هيوادونو د ژورنالستانو د ټولنې، د شاد كره كتنې د ټولنې د رئيسه هئيت او د خوشال فرهنګي ټولنې او د افغان ادبي بهير غړيتوب هم لري.

د بدر چاپي اثار دا دي.
- د غشو تنده: شعري ټولګه، ۱۳۷۷ چاپ
- ستا به خوښه شي كه نه؟: د ځوانو شاعرانو تذكره، ۱۳۷۷ چاپ
- آئينه: د دري ژبو ليكوالو د لنډو كيسو غورچاڼ: سريزه او راټولنه، ۱۳۸۱ چاپ
- نامتو څېرې: په پښتو او دري، لومړى ټوك ۱۳۸۲چاپ
- د سيمو تاريخي جغرافيه: له علامه رشاد سره د مركو ټولګه، لومړى ټوك، ۱۳۸۲
-  د سيمو تاريخي جغرافيه: له علامه رشاد سره د مركو بشپړه ټولګه( لومړى او دويمه ټولګه)، ۱۳۸۴
- تته كړيكه: د لنډو كيسو ټولګه، ۱۳۸۵

ناچاپ اثار:
د علامه رشاد ژوند او اثار
نامتو څېرې، دويم ټوك
د شعرونو دوې ټولګې
د لنډو كيسو دوې ټولګې
د لونګو دريڅې: د پښتو معاصر شعر ارزونه او پېژندنه
څېرې او مركې: د پښتو د معاصرو پېژندل شويو ليكوالو او شاعرانو د مركو ټولګه
ګلونه، ګلووييونه: د ادبي او څېړنيزو ليكنو ټولګه

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

29 خپاره شوي شعرونه

مينهبشپړ شعر ولولئ

مينه

صديق الله بدر

ستــــړى ددې ژونـــــد لـــه هـره چاره يم

يار مې شته عجيبه ده بې يــــــاره يـــــم 

بيا بيا چې دا ستا لمـــــــنه نيــــــسمــه

عشقه تا ايستلى له بل كــــــــــاره يــــم

ښكلـــــى يــــوتـړون مې دى ولس سره

دې مينه كې لــــــرې لــــه ســـركـاره يم

كار د زړه كې پام چې مې ونه پوښتئ

دى مجبورئ ويــــستى لــه اختياره يم

لويه ده د خداى دنيا خــــو زه پــــه كـې

بې كــــوره بــــې كـــلى او بـــې ښاره يم

ډېر بـــه وايــــي ډېـــر بدره مئين نه دي

زه خو هم روان پـــــه دغــــــه لاره يــــــم

1383-2-30

لويه خدايهبشپړ شعر ولولئ

لويه خدايه

صديق الله بدر

لويه خدايه لويه خد ايه

ستا په مينه په هر ځايه

غر ولاړ دى درناوى كې

ټولې ژوي په زارۍ كې

ټول په مينه عبادت كې

يو هميش دې په طاعت كې

زموږ زړونه كړې روښانه

ته اى لويه عالي شانه

دا تورتم زموږ رڼا كړه

دا ژړا زموږ خندا كړه

زړه له زړه سره اشنا كړه

بې مينې وركه دنيا كړه

چې شو مينه سر تا پايه

لويه خدايه لويه خدايه

****

چې خوشاله مو شي زړونه

ترې په تله شي ټول غمونه

د وفا نوم را ژوندى كړه

دا خزان مو پسرلى كړه

چې په كارتل د يو بل شو

دا پردي نور سره خپل شو

چې پردي نور له ژړا شو

څومره ښه چې په خندا شو

اى په هر څه كې نمايه

لويه خدايه، لويه خدايه

په يوه لار چې په تله شو

يوه ژبه يوه خوله شو

چې شو يو د بل په مينه

توې د يو بل نه كړو وينه

كلكې خپلې ارادې كړو

زړه نه لرې وسوسې كړو

چې منزل ته په مزل شو

يو د بل د لارې مل شو

داسې وخت راولې خدايه

لويه خدايه لويه خدايه 

ګرديز- پكتيا

1370-4-18\19

وېره اوكركهبشپړ شعر ولولئ

وېره اوكركه

صديق الله بدر

موږ چې واړه وو

له تيارې او تورې شپې وېرېدو

ځانله يواځې كور نه، نه وتلو

بس وېرېدلو هسې، شپې نه مو كركه كېده

غوښتل مو دا چې: دغه شپه هم ورځ واى

خو هسې كله كېده او هسې كله وشو

زموږ په دې وېره وه

چې په تيارو كې د شپې

كوم څه خوړونكي او داړونكې بلا ګانې وځي

لكه شيشكه، لكه مار او لكه تور وهمونه

او موږ په دې وېرېدو ، شپې نه مو كركه كېده.

خو اوس

اوس مو له شپې سره ورځې نه هم

كركه كېږي

هسې په ځان وېرېږو، زموږ وېره كېږي

او په ډاډه زړه ګرځېدلى نه شو.

1369-6-4

خوني محلبشپړ شعر ولولئ

خوني محل

صديق الله بدر

سترګې دې شوې ډكې له ژړا پـــه څـه
ميــــنې دادې وكــــــړلــــه ښيـرا په څه

 

لاړې چـــــې جـــونګړې د ښكلا وو ته
راغلې دې خــــونــي محل ته بيا په څه

 

ياره ستا خو زلـــفې وې پـــرمـخ پرتې
دا شـــــولــــه پيـــــدا دلـــته رڼـــاپه څه

 

دا خو هم تــــه وګڼـــــه چــــې څــه وشو
اوښكې راغلې سترګو ته زمــــاپه څه

 

بدره چې دې نه غوښته خـــيالـونو كې
بيــــا دې ورتـــــه وويــلې اشنا په څه؟

خوارې سترګېبشپړ شعر ولولئ

خوارې سترګې

صديق الله بدر

دا خـــــو د نـــاكـــامــې مينې چارې دي
اوښكې چې په ستــرګو لارې لارې دي

 

مينه چې زما ورتــــــه درنـــــه نـــه شــوه
دلته د خوارانو بـــــرخـــــې خــوارې دي

 

زړه مې چې ګوګل كې دى پـــرهر ترېنه
څومره د اشنا ستــرګې مـــــــكارې دي

 

رنګ چې تـــرې ګـلان د ميني اخلي تل
دا د ميـــــــــــن زړه د ويــــــنـو دارې دي

 

اخلې كه خمار تـــــرينه د ميــــــنې تــــل

بدره د جانان ستــــرګــــې خمـــارې دي

د ارمان رضابشپړ شعر ولولئ

د ارمان رضا

صديق الله بدر

چــــې دې خنــــداتـه عشقه ما كړې ده

ووايـــه داسې ژړا چـــــــــا كـــــــړې ده 

مــــــــــــادې ژړاتــــــــه ژړولــــــــې ژړا

تا مې ژړا باندې خـــــــــندا كـــــړې ده

مه راته ګوره بيا په غبرګو ستـــــرګـو

ساده كتـــــــلودې بــــــــــلا كــــــړې ده

زه پسې ځـــــم ســاقي چې تښتي رانه

ښكاري چې څه بـــــــلا مـــــلا كړې ده

ستا په انكار چې هم در ځم كـوڅې ته

ما د ارمان خپــــــــل رضــــــا كــړې ده

شيخه نو دا سمې له كومه شـــــــولې

بدر چې ټــــــول عمــــــر خطـــا كړې ده

1373-1-16

پتهبشپړ شعر ولولئ

پته

صديق الله بدر

عشقه بلا دې واخلم

مينه كې تا سره مې ځان ورك كړى

رانه جانان ورك شوى

                       درنه يې پته غواړم

***

كله ماشوم چې وم

                   وركوټى ومه

چې به يوازې چېرته وخوځېدم

په نيمه لار  به لار شوه وركه رانه

                                  او ځاى په ځاى به كرار ودرېدم

چې به مې وليدل څوك

ورو ورو لمن مې د ژړا نيوله

د چا به زړه راباندې وخوږېده

                             راته يې لار ښودله

***

كله چې كټ مې د خوب

د كلا څنګ لويې دېرې ته وويست

تر نيمې شپې د پاڼو شور كې ورك وم

او د همدغه شور په لېچو به مې سر اېښوده

يو وخت خوبونه رانه

د چا د دوه سترګو د ياد كوترو

وزرو كې ونغاړل دورې دورې شول

                                    او د هسك غېږه كې پناه شول رانه

                                                         چې بيامې و نه ليدل.

ما مې خوبونو پسې

                   ان په تورتم كې د شپې

د شوګيرونو لاره ونيوله

                       له ګړنګو پسې واوښتلم

او هسې ستړى ستومان

كټ ته د خوب په مينه وختلم.

***

همهغو شپو ورځو كې

ياد كې د هغو سترګو

له ځانه ورك شوم پسې

داسې يو ورك

               چې به ويلې مې دا

                                  چې زه هم شته يم كه نه؟

خو كله كله به د درد لاسونه

په پرهرو به مې راتېر شول د زړه

او په يو داسې غږ يې

                      زما د زړه غوږونه ونازول:

                                                بدره زه مينه يمه

                                                                 مينه يمه

له هغې شپې نه وروسته

                        هغه

                               غږ

                                          شېبه
په زړه مې لاس تېروي

او زه اوس هره شېبه

په هغه غږ پسې يم

ورپسې ورك يمه زه

داسې يو ورك، چې ورك په وركو كې يم

***

سلام

         سلام

                عشقه سلام مې پر تا

                                    درځنې پته غواړم

                                                  راته مې ځان وښايه

                                                            راته جانان وښايه.

1378/9/3

سترګې او رانجهبشپړ شعر ولولئ

سترګې او رانجه

صديق الله بدر

تا خو وې راځه

چې نور

             د سترګو لار

                          بدله كړو

داسې چې وه ګرانه

بيا دې

        ولې؟

              سترګې تورې كړې.

1379-8-1

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صديق الله بدر

سترګو نيولى چــــــــې د نـــــم لاس دى

د زړه په تار مې ايښى غــــــم لاس دى 

مينه كې عشق او جانان ګـــــرم نه ګڼم

دې كې زمـــــــا د زړګـــي هــم لاس دى

دا يو درواغ بـــــه درتـــــه هــــــم ووايم

چې د رښتــــيا راسره ســـــــم لاس دى

چې د ولس د لاس ښكلا يې جام دى

پر دې مالت تېركړى جــــــــم لاس دى

چې رسېدلي دي د وخت ګـريوان ته

دې كې يوازې زمــــا ګــــرم لاس دى

بدره ماشومه ميــــــــــــنه ژاړي راته

جانان پټ كړى تريــنه مم لاس دى

1378-3-2

د خوب كوترېبشپړ شعر ولولئ

د خوب كوترې

صديق الله بدر

سترګو ته نه راځي د خــــــــوب كـــــــوتـــرې

برند په بڼو د شوګير بــــــــاز نـــــــــاست دى

د چا به مينه وي لـــــــــه ښــــــــــكلوســــــــــره

زما په زړه د ښكـــــــــلو نـــــــــــاز ناست دى

جانان په دې خپه چې غــــــــــږ نــــــــه كــــوم

زما له چيــــــــغو نــــــــــه اواز نـــــــاست دى

ساز مې د ژوند د ښكلا جوړ دى چې پرې

داسې مې عــشق په زړګي ساز ناست دى

چې خــــــــــوشالي مخ په سالو كې نغاړي

پټ  پر زړګــــــي د غـــــــم غماز ناست دى

لاس په دعــــــا د ميــــنـــــــــې رب تــه بدر

ستا د ښايست پر جاى نماز ناســت دى

1378-3-3