پښتو ادب · شاعران
حبیب الله زړه سواند
د حبیب الله زړه سواند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
سکروټي په جام کيبشپړ شعر ولولئ
سکروټي په جام کي
حبیب الله زړه سواند
توره وږمی ده رڼـــــــــا نــــــــــــه راځـــــي
شپه ډيره اوږده شوه سبـــــــا نــــه راځي
راغي پسرلی خو پســـــــرلی نـــــــه شو
بڼ په ويـــــــر اختــــــه دی بورا نه راځي
ګوره چي وعدي دي درواغجني شـوي
سر وخوري ريباره اشنا نه راځـــــــــــــي
هسي له توبو يي توبه له ګاره کــــړمــه
خولي ته مي توبه له ګــــــــــنانــه راځي
خاوري د کوڅي يي بــــــادوي پـــــه سر
ټول کلي مجنون شو ليلا نه راځـــــــــي
جام کي مي ساقي سکوټي واچـــــــــوه
سوي زړه ته بله دوانـــــــــه راځـــــــــــــي
سوالونهبشپړ شعر ولولئ
سوالونه
حبیب الله زړه سواند
د غوټي ويني پرتي دي پــــــــــــرګـــــــــــــلونـــــــو
اوښکي توي کړي پري د پيغلو وربـــــــلــــــونــــو
ډيري ميني ارمـــــــــانـــــــــونه خـــــــــــاوري کړي
دي بدرنګو او ترخو، تــــــــرخــــوکـــــــــــلونـــــــو
زماتڼاکي به د پښو چا ته ګيــــــــلي کـــــــــــــــړي
ستړي کړي دي اوږدو اوږدومـــــــــزلــــــــونـــــــو
راته ښکاري چي پرديسي شوي کــــــــــوتــــــــري
ماونه ليدلي بيا په ديـــــــــوالــــــــــــــونـــــــــــــــو
رانه غچ يې دي بي ننګو خپـــــــــــلو واخــــــــست
چي غليم به مو ويشته له مــــــــــــور چــــــــلونــــو
د رقيب د کوڅو خاوري دريــــــــــــــغه ويــــــــنــــم
د وطن د ښکلو پيغلو پــــــــــــه شــــــــالــــــــونـــو
زه به لو کړم ته به وږي ټــــــــــولــــــــــــوي بــــــــيا
جړ وربل به دي راخــــــــــوروي پــــــه خـــــالــــونو
خوار زړه سواند ته يـــې خولګۍ چيري ورنه کړه
خوله يـــــــې ستــــــــړي شوه اشنا ته په سوالونو
پاتي شوبشپړ شعر ولولئ
پاتي شو
حبیب الله زړه سواند
مونږه ترينه راغلو وطن پــــــاتـــــي شو
وران د ارمانونو چمن پـــــــاتـــــــي شـو
غلو له وربلونو ګلان غــــــلا کــــــړلــــه
لوټ شولواغزو ته ګلشن پـــــاتـي شو
مه يې يادوه هر مازيـــــــــــــګر راتـــــــه
نـــــور دګـــــودرونـــــــو ديدن پاتې شو
ځير شه دخپل بڼ هريو ښايسته ګل تـه
سريې قاتل يووړ بدن پــــــاټــــــې شـــو
خپلو ارته داسې لو ټې لــــــوټــــې کـــړ
کلي ته حېران مو دښمن پــــــاتــــې شو
کله هــــــــديــــــــروکـــې کفن کشــونــه
جوړ چيرې يو قبر کفن پــــــــاتـــــې شو
نوم مې دواطن په شنا ختو ولـــــيکی
بل ځای کې زما که مد فن پـــــاتې شـو
لاړلـــــــه اروايــــــې مسا پـــــــره شــــوه
ځانتـه دزړه سواند غرېب تن پا تی شو
پردۍ کوڅيبشپړ شعر ولولئ
پردۍ کوڅي
حبیب الله زړه سواند
مه وايه ده چي يار جـــــــفا نـــــه لـــري
جفا يې ډيره ده وفــــــــا نــــــــــه لــــري
ماښام په اوښکـــو شمعي وکړ غسل
باور پـــــــه خپـــل ژوند ترسبا نه لري
دا ستا ښايست زمــــــا د ميني زارۍ
دخوب ليده دي ځي بقـــــــا نــــــه لري
پردو کوڅوکې يوپرديس لـــــــيونــي
تيروي شپي غريب اشنا نــــــه لـــــري
په پر هرو دي وکړم څه احـــــساســـــه
چي هم طبيب او هم دوانــــــه لـــــــري
په خړو دښتو کې زمونږ جونــــــګړې
ستاسو بنګلو غوندي رڼــــانــــه لـري
ترينه غمونو او دردونو غـــــلا کـــــړه
د زړه سواند زړه ځکه خندا نه لـــــري
جانانبشپړ شعر ولولئ
جانان
حبیب الله زړه سواند
ځان مي شي هيرخونه هيريږي جـــــــانـــــان
په زړه مې ډير ډير راوريږي جــــــــانــــــــــان
کله چي زه ترې خولګي وغـــــــــــواړمــــــــه
لکه ماشوم مروريږي جــــــــــانــــــــــــــــان
يوازي نه ځي مــــــازيــــــــګر ګــــــــودرتــه
له پښتني مورنه ډاريږی جـــــــانـــــــــــــان
چي نيمه شپه سپوږمۍته وګـــــــــورمـــــه
راته سپوږمۍکي هم ښکاريـــــــږي جانان
چي يې په ټوکو پـــــــه ګــــــــل و ولـــــمه
ځان سره پټ زړه کې ځوريږي جـــــــــانـان
چا راته مينه له نــــــــظره کــــــــــــړ لــــــه
رانه خپـــــــه پــــــــه څنـګ تيريږي جانان
چي دزړه سواندګل په وربل کې نه ږدي
دابه له چا دومره ويــــريــــږي جـــانــان
د ارمانونو هديرهبشپړ شعر ولولئ
د ارمانونو هديره
حبیب الله زړه سواند
چي په سرو وينو يې ستا لمنه ســـــره شوه
زما زړه دارمانونو هـــــــــــديـــــــــــــره شوه
له وربل يې د باروتو لوګي جګ شــــــــول
په کنډو، کنډو ديوال چي راښکاره شــوه
د ښايست اوميني زور ورته معلو م شــــو
ا ييني کي چي د ځان په ننداره شــــــــــــوه
چي شيندل به يې ګلان په سرو لـــــښکرو
ترينه پاتي څه بدرنګه خــــاطــــــره شــــوه
ښاپير وبه پکي سترګي تـــــــــورولـــــــي
درنګو نو دا باغچه څنګه خاره شــــــــــوه
ستر حمزه پکي کرلي دي غــــــــــــزلـــــي
سندريزه د خيبر هــــــــــره دره شـــــــــــــوه
چي يې (ژڼو) چينارو لانـــــــــدي اتڼ کړ
د پرديو په ګوليو ورانــــــه مو ديره شوه
داغيارله کلي يـــــــار پــــري ډزي وکړي
ځوانيمرګه د زړه سواند دزړه اسره شوه
ټالونهبشپړ شعر ولولئ
ټالونه
حبیب الله زړه سواند
د يورپ د ښــــــــکلو پيغلو اميــــــــــــلـــونــــه
دي زمونږ د بدخشان ښکــــــــلي لالـــــــــونــه
د بل ځاي د جنکيو وربل کـــــــي ګـــــــــــورم
د خپل کلي د چمن ښايسته ګــــــــــــلونـــــــــه
د غاټولو کډي لاړي بـــــــــل پــــــلو تـــــــري
هغو دښتو کي چـــــــي کړل مونږ مزلــــــونه
اوس کوڅو کي د بي قدرو پردو ګـــــرځـي
چي وږمو يې ښکــــــلول تــــــــور وربـــلـونه
چينارونه دي خپه ا خــــــــتـــره راشـــــــــــــه
چي بيا ښکلي پکي واچوي ټـــــــالـــــونــه
هغو هم له دي وطن نه هر څه يــــــــــــووړل
چي کول د خيراتو بـــــه يــــــې ســـوالــونه
ماته ښکاري چي غمونو درنه غــــلا کړل
په سپين مخ دي پاتي نه دي شنه خالونه
دبي ننګو بي ننګي دلته زړه ســــــوانده
راوستلي دا ترخه بدرنګ کـــــــلـــونـــه